سوېل ختيځ زون کې د جلغوزيو حاصلات زيات شوي

سوېل ختيځ زون په هېواد کې د جلغوزو د حاصلاتو عمده سيمه ګڼل کيږي، چې هر کال په کې د جلغوزيو زرګونه ټنه محصولات تر لاسه کيږي.

په دې ډله کې په پکتيا او ورپسې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې هر کال له لس زره ټنه زيات جلغوزي توليديږي.

چارواکي وايي، چې سږکال د جلغوزيو حاصلات شاوخوا زر ټنه نور هم زيات شوي دي.

ګاونډي پاکستان ته د جلغوزيو غيرقانوني قاچاق، سوداګرو ته يې په لارو کې ور پېښې ستونزې او په خبره يې د پېر و پلور د مناسب بازار نه شتون په دې برخه کې مهم خنډونه دي.

د پکتيا اوسېدونکی او د جلغوزيو يو تن سوداګر حاجي بهار منګل ټينګار کوي، چې د جلغوزيو د حاصلاتو زياتوالي لپاره بايد د عصري کرنې پر اساس ځينې ګامونه واخيستل شي.

منګل وويل، د ګڼو خلکو ژوند د جلغوزيو په حاصلاتو او له دې لارې په تر لاسه کېدونکو عوايدو پورې تړلی او په کار ده چې د نويو نيالګيو کېنولو او پاللو له لارې دا کچه لا زياته شي.

نوموړي زياته کړه: «یانې کېدی شي چې زموږ په غرونو کې د جلغوزيو حاصلات د دې څو چنده شي، خو توجه ته ضرورت لري. که نيالګي اول وختونو کې وپالل شي، وروسته خپل ځان نيسي.»

د پکتيکا ولايت اوسېدونکی او د جلغوزيو کاروباري طاهرګل ځدراڼ د جلغوزيو د بيې له ټيټوالي شکايت کوي او وايي چې قيمت يې شاوخوا څلوېښت سلنه راکم شوی دی.

ځدراڼ وايي، که څه هم اوسمهال ګاونډي پاکستان ته د جلغوزيو د قاچاق مخه تر ډېره نيول شوې، خو بيا هم يوه اندازه جلغوزي دې هېواد ته په قاچاق وړل کيږي او پاکستان يې بيا په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادروي.

د خوست اوسېدونکی نورګل منګل د جلغوزيو د بيې ټيټوالی د کرونا له امله د بهرنيو هېوادونو د پروازونو کمی او اوسمهال د مسولينو کمه پاملرنه بولي.

منګل وايي، جلغوزي بايد د سانتي ګراد په متوسطه درجه کې وساتل شي، که نه په خبره يې کيفيت يې خرابيږي او له منځه ځي.

د پکتيا اوسېدونکي نيوکه کوي، چې شاوخوا درې کاله وړاندې ولسمشر غني ګردېز ته په سفر کې په دې ولايت کې د جلغوزيو د پروسـس مرکز جوړولو ژمنه کړې وه، خو په خبره يې دا چې اوسمهال ياد مرکز د رحيم ګرديزي خصوصي شرکت لخوا جوړيږي، په کار ده چې حکومت د خپلې ژمنې په تعقيب د صنعتي پارک پر فعالولو چټک کار وکړي.

د پکتيا پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهنيار اسمعيل لاروی وايي، چې په دې ولايت کې په کرنيزه برخه کې ګټوره پانګونه کېدی شي او په کار ده چې دې مسلې ته جدي پام وشي.

لاروي وويل: «څومره چې دلته د جلغوزيو محصولات دي، همدومره د چهارمغزو هم مهم دي او شته؛ همدارنګه په لمده مېوه کې د مڼو او انګورو حاصلات ډېر پام وړ دي. که د دې هر يو د پروسـس، بسته بندي او مڼو جوس کولو لپاره کار وشي، هم خپله د دې حاصلاتو پر زياتوالي او هم د خلکو پر اقتصادي حالت مثبت تاثير کوي.»

د پکتیا ولايت د کرنې، مالداري او اوبو لګولو ریاست مسولین هم سږکال د جلغوزیو حاصلات ښه بولي او وايي، چې د پکتيا او شاوخوا ولايتونو څخه د تر لاسه کړو شمېر پر اساس يې د تېر کال په پرتله حاصلات شاوخوا لس سلنه زيات شوي دي.

د دې رياست مشر محمدالدين مومند اطلاعات روز ته وويل چې د افغانستان جلغوزي خورا ښه کيفيت او زيات پېرودونکي لري او په کار ده چې پر بازارموندنه يې زيات تمرکز وشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه