اطلاعات روز: د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، چې تراوسه په رسمي توګه د نوموړي په اړه د افغانستان له دولت سره د پاکستان حکومت د رسمي اړیکو بندېدو موضوع نه ده شریکه شوې.
ښاغلي محب نن (شنبه، د غبرګولي ۸) د لوړپوړو امنیتي چارواکو یوې خبري ناسته کې نوموړي سره د پاکستان حکومت د اړیکو پرې کېدو په اړه خپاره شویو خبرونو په اړه وویل، چې دا خبر له رسمي مرجعو نه، بلکې یو نامالومه ادرس کړې ده.
ښاغلي محب زیاته کړه، په هغه وخت کې چې دغه موضوع په رسمي توګه له رسمي سرچینو شریکه شي، نوموړی به په خپله نه، بلکې د افغانستان دولت به ورته ځواب وایي. هغه په ورته مهال وویل، چې د پاکستان له حکومته د دا ډول ناډیپلوماټیکه کړنې تمه نه لري.
د نوموړي په وینا «هر وخت چې رسمي خبره راغله بیا به یې ځواب هم ورکړو. اوس خو زما په نظر کوم چا چې نوم یې هم مالوم نه دی، نامالومه یو کس کوم خبره کړې ده. له پاکستانه د دغه ډول یو ناډيپلوماټیکه عمل توقع نه کیږي. دا خبره تراوسه بې نامه او ګمنامه خبره ده، کله یې چې نوم پیدا کړ او رسمیات یې پیدا کړل، د افغانستان حکومت او ډیپلوماتیکه مرجع به یې ځواب ورکړي.»
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دغه راز وویل، پاکستان سره پرې یا ناپرې اړیکې دومره زیات اغېز نه لري او په وینا یې چې پاکستان سره د افغانستان اړیکې تراوسه پورې ښې نه وې.
هغه زیاته کړه: «زموږ اړیکې تراوسه پورې ښې نه وې. تاسو د سیدالشهدا ښوونځی یاد کړ، ایا هغه د ښو اړیکو ښودونکی دی؟، یا هغه چاودنه چې لوګر کې وشوه، د ښو اړیکو ښودونکی دی. پر لغمان برید د ښو اړیکو ښودونکی دی؟، یا پر کندهار او هلمند بریدونه یې چې جسدونه یې پر یو سرحد لاړل، هغه د ښې اړیکې ښودونکی دی؟» اړیکې ښې نه دي، چې موږ غواړو پرې کار وکړو، اړیکې ښې نه وې.»
د ملي امنیت شورا سلاکار خپلو خبرو کې له پاکستانه وغوښتل، چې که دغه هېواد غواړي اړیکې ښې کړې، د نوموړي په وینا هغه «نارسمي ځواکونو» او «ترهګرو» سره چې پاکستان کې دي، اړیکې بندې کړئ. ښاغلي محب زیاته کړه چې پر دغو ډلو لګښت له افغان حکومت سره په خپلو ښو اړیکې ولګوئ.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې امریکا غږ په خپل یو خبر کې وویلې، چې د پاکستان حکومت د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار سره خپلې اړیکې، د پاکستان په اړه د نوموړي د وروستیو څرګندونو په تړاو بندې کړې دي.
