اطلاعات روز: پېښو ته د رسېدنې چارو کې د دولت وزارت وایي، لغمان ولایت کې د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شویو دوه زره کورنیو ته نقدي او غیرنقدي مرستې پیل شوې دي.
پېښو ته د رسېدنې چارو کې د دولت وزارت په خپلې فسبوکپاڼې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه مرستې پرون (جمعه، ۷ د غبرګولي) لغمان ولایت ته د دې وزارت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني سفر کې پیل شوې.
د پېښو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني ویلي: «د پېښو د غوره مدیریت او له جنګه بې ځایه شویو ته رسېدنه لپاره، نږدې ۱۵ میلیونه افغانۍ نقدې پیسې یې لغمان ولایت ته لېږدولي او په دې ولایت کې د جنګ له امله دوه زره بې ځایه شویو کورنیو ته یې وېش پیل شوی دی.»
خبرپاڼې وایي، ښاغلي جیلاني د لغمان والي رحمت الله یارمل او په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د خلکو ځینو استازو په شتون کې ټینګار کړی چې دغه مرستې باید اړمنو ته ورسیږي او زیاته کړې یې ده چې ټولو بې ځایه شویو ته به مرستې ورسیږي.
د لغمان والي رحمت الله یارمل د یاد وزارت له مرستو په مننې ویلي، چې د افغانستان حکومت په هر حال کې د خلکو ملاتړی او په وینا یې چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د ارزښتونو ساتونکي دي.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې ولسي جرګې او ولایتي شورا کې د خلکو استازو ویلي چې په هر حال کې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام ملاتړي دي.
