لوګر کې د «سنځل ګل» کلنۍ مشاعره؛ «د روانې جګړې پای لپاره د شعر په ژبه پیغام رسوو»

اطلاعات روز: لوګر کې د سنځل ګل کلنۍ مشاعره ترسره شوه، خو د خراب امنيتي وضعيت له امله يې د ګډونوالو شمېر ډېر کم و. 

د هيواد په ګڼو ولايتونو کې په بېلابېلو نومونو کلنۍ مشاعرې ترسره کيږي، چې لوګر کې  د «سنځل ګل» په نوم کلنۍ مشاعره ترسره شوه او د لوګر د ولايتي چارواکو په ګډون د دې ولايت ځينو شاعرانو او ليکوالانو په کې برخه اخيستې وه. 

د سنځل ګل په نوم په همدې مشاعره کې د شاعرانو شعرونه تر ډېره د روانې جګړې پای ته رسېدو او سولې غوښتنې په اړه وړاندې شول. 

شاعرانو په لوګر کې د شته ناسم امنيتي وضعيت په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې د امنيتي تهديدونو له امله دوی په ډاډه زړه فرهنګي ناستې نشي ترسره کولي.

دوی وايي، هڅه به وکړي، چې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د شعر په ژبه خلکو ته مثبت پيغام ورسوي. 

غونډه کې د لوګر د اطلاعات او فرهنګ ريس عبدالرحمان تسل وويل، چې دوی د فرهنګي ناستو د پراختيا په موخه د لوګر له ليکوالانو او شاعرانو سره همغږي زياته کړې او وخت ناوخت فرهنګي غونډې او مشاعرې ترسره کوي. 

په همدې حال کې بيا د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي دا ډول فرهنګي غونډې د شعر او ادب د لاغوړېدا لپاره مهمی وبللې او شاعران يې وهڅول، چې د شعر په ژبه په ټولنه کې شته ناخوالې وړاندې کړي. 

نوموړي همدا راز اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته له شاعرانو او ليکوالانو سره د همکارۍ سپارښتنه وکړه او وويل، چې د سنځل ګل مشاعرې وړاندې شوي شعرونه به هم په يو کتاب کې چاپ او د خرڅلاو په موخه به کتابخونو ته وړاندې شي. 

په لوګر کې سنځل ګل، پکتيا کې نښتر، ننګرهار کې نارنج ګل، ميدان وردګو کې مڼې ګل او په ځينو نورو ولايتونو کې هر کال په شانداره مراسمو سره ترسره کيږي، چې ورته له ګڼو ولايتونو شاعران او ليکوالان راځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه