د لغمان الینګار کې دوې نورې پوستې طالبانو ته تسلیم شوي دي

اطلاعات روز: د لغمان الینګار ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وایي، په دې ولسوالۍ کې تازه دوې نورې امنیتي پوستې وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

لغمان کې دغې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرایط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پوستې نن سهار (یکشنبه، د غبرګولي ۲) د لغمان د مرکز مهترلام اړوندو کې د الینګار په مسیر د «میدانۍ نوې کلا او ګټل» پوستې امنیتي پوستې وسله والو طالبانو ته تسلیم شوې دي.

سرچینه وایي، همدا اوس جګړه د لغمان زندان ته څېرمه ساحه کې پيل شوی دی.

اخوا بیا د لغمان ولایتي شورا یو غړي ګلزار سنګروال هم د دغو امنیتي پوستو د تسلیمۍ خبر تایید کړ.

د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزي بیا د دغو امنیتي پوستو په اړه څه و نه ویل، خو نوموړی زیاتوي، چې سیمه ییز او مرکزي مسوولین په خپله وضعیت له نږدې څاري او مرستندویه ځواک هم ورغلی دی.

د هغه په وینا، د الیشنګ پر لوري ځواکونه تر ولسوالۍ ورسیدل او د الینګار په استقامت هم ترتیب پیل شوی دی. دولتزي وویل: «لغمان کې د عملیاتو د پیل لپاره تازه دمې قوه ورسېدله، د هوایي ځواک په ملتیا به طالبان وټکوي.»

اخوا بیا د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټ لیکلي، چې د لغمان مرکز مهترلام اړوند «ګنجون» سیمه کې یې یوه قرارګاه او دوه پوستې نیولي دي. دغه راز په وینا یې چې ګڼ شمېر افغان ځواکونه، ټانګونه او وسلې نیولې دي.

 لغمان کې تازه د امنیتي ځواکونو پوستو د تسلیمیدو خبره کیږي، چې تیره شپه لوی درستیز او خوشال سادات هم لغمان ته د امنیتي حالت د کنترول په موخه سفر کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه