اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د دوو موټرو ټکر له امله دوه تنو ژوند بایللی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه پرون (شنبه، ۱ د غبرګولي) مازديګر د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ۹مې ناحیې اړوند ثمرخېلو لېسې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، دغه پېښه د کرولا او باروړونکي موټر د ټکر له امله په کرولا موټر کې ناست يوې ميرمنې په ګډون دوه تنو ژوند بایللی، دوه ميرمنې او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار والي ویاند د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.
