افغانستان دې هېواد سره د ناټو ځواکونو د همکاریو د دوام ژمنې هرکلی وکړ

اطلاعات روز: د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، له دې هېواده د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د ياد سازمان د ملاتړ د دوام، چې په دې وروستيو کې فرانسې کې د ناټو عمومي منشي له خوا اعلان شوی دی، هرکلی کوي.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، د غبرګولي ۱) په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او ناټو ترمنځ د همکارۍ نوي څپرکي پیل په هېواد او سیمه کې تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت او له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیتونو لوړولو په لور یو اغیزمن ګام بولي.

د یاد وزارت خبرپاڼه لیکلي: «موږ د امنیت سکتور لپاره د ظرفیت لوړونې، مالي ملاتړ، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، د کابل نړیوال هوایی ډګر پیاوړي کولو په شمول د لوژستیکي خدماتو په برخه کې افغانستان سره د ناټو پر ملاتړ بیا ټینګار د دفاعي سکتور اړتیاو سره مناسب ګڼو او ورڅخه قدردانی کوو.»

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دغه راز لیکلي، چې افغان حکومت د يوه خپلواک، متحد، سوله ییز او ولسواک افغانستان د جوړولو په موخه، ناټو سره په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ او افراطیت له ګډ ګواښ سره په مبارزه کې د همکاريو په نوي څپرکي کې هراړخیزه همکاري وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه