د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، په هېواد کې د «اوربند» او «تاوتریخوالي کمولو» لپاره د طالب بندیانو ازادول بې پایلې ول.
ښاغلي عبدالله دغه خبرې نن (شنبه، ۲۴ لړم) هرات کې د ښځو حقونو ځینو فعالانو سره په لیدنه کې کړي دي. هغه ویلي دي، چې د دې ډلې بندیان د جګړې پای ته رسېدو لپاره خوشې شوي، خو د افغانستان دولت له خوا د هغوی خوشې کول «له بده مرغه چې پایله یې نه ده ورکړې.»
هغه ټینګار وکړ: «د طالب بندیانو خوشې کول د سولې په هیله و، چې [طالبان] د خبرو پیلېدو ته حاضر شي، څو جګړه پرې او اوربند وکړي.»
ښاغلي عبدالله دوحې ښار کې د سولې روانو خبرو ته په اشارې وویل، چې د هېواد اوسېدونکي د دې خبرو له پڅ تګه ناخوښه دي او باید دغه لړۍ چټکه شي.
هغه زیاته کړې، په دې خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
ښاغلي عبدالله ډاډ ورکړ، چې د سولې په دې خبرو کې به د خلکو په ځانګړي ډول ښځو حقونه خوندي پاتې شي او د دې خبرو پایله به افغانستان تېر ته نه وړي. هغه وویل: «باعزته او تلپاتې سوله هغه ده، چې د ټولو عزت په کې خوندي وي.»
د ملي روغې جوړې عالي شورا دغه راز زیاته کړه، چې سولې لپاره د یوې سیمه ییزې اجماع په لټه کې دی.
عبدالله عبدالله په داسې مهال دا خبرې کوي، چې د قطر دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې له خبرو له دوه میاشتو ډېر وخت کیږي، خو لا تر اوسه د خبرو لپاره د کړنلارې پر سر کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي. په ورته مهال، هېواد کې په اندېښمنوونکي ډول تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
