د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د سقوط ردول؛ دفاع وزارت: ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړی

«د لغمان دولت شاه ولسوالي ته له تېرو شپږو میاشتو اکمالات نه کېدل، ځکه ځواکونو طالبانو ته ورپرې ایښې»

خبریال: جان اغا صالح

د لغمان دولت شاه ولسوالي د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده. د لغمان د ولایتي شورا رییس عتیق الله عبدالرحیمزی اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې منلې، چې نن سهار (پنجشنبه، ۳۰ د غویي) د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له خوا سقوط شوې ده.

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل، له دولت شاه ولسوالۍ هر ډول وسلې، تجهیزات او سرتیري تېره شپه د ځایي قومي مشرانو په منځګړیتوب ویستل شوي او نن سهار اووه بجې یادې ولسوالۍ ته وسله وال طالبان دننه شوي دي.

د عبدالرحیمزي په وینا یاده ولسوالۍ له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې وه او تر اوسه ورته هېڅ تازه دمي سرتیري او مرسته ځکه نه شوه رسېدلی، چې طالبانو دغې ولسوالۍ ته ورغلې لار له ماینونو ډکه کړې وه او هېڅ دولتي قوې پکې مخکې تګ نه شوای کولی.

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل، له دولت شاه ولسوالۍ هر ډول وسلې، تجهیزات او سرتیري تېره شپه د ځایي قومي مشرانو په منځګړیتوب ویستل شوي او نن سهار اووه بجې یادې ولسوالۍ ته وسله وال طالبان دننه شوي دي.

عتیق الله عبدالرحیمزي زیاته کړه: «د دولت شاه ولسوالۍ نن سهار اووه بجې وسله والو طالبانو سقوط کړې او افغان ځواکونو د قومي مشرانو په منځګړیتوب شاه تګ کړی او وسله والو طالبانو یاده ولسولۍ نیولې ده، دولت شاه ولسوالۍ ته له تیرو شپږ میاشتو راهیسې اکمالات نه کیدل او ورغلې ټولې لارو کې ماینونه ځای پر ځای شوي وو.»

خو د هېواد ملي دفاع وزارت د دولت شاه ولسوالۍ د سقوط خبره اوازه یاده او رد کړې.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، په دولت شاه ولسوالۍ کې افغان ځواکونو «لنډمهاله او تاکتیکي» شاتګ کړی او ولسوالۍ نه ده سقوط شوې.

د هغه په خبره، افغان ځواکونه د مقاومت په حال کې دي او ډېر ژر به د وسله والو مخالفینو بریدونه په شا وتمبوي.

روح الله احمدزي زیاته کړه: «د لغمان د ولت شاه ولسوالۍ څخه افغان ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړی او سقوط شوې نه ده، اوسمهال تازه دمي ځواکونو رسیدلي خلکو ته ډاډ ورکوو چې مونږ به له خلکو او هیواد دفاع کوو.»

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، په دولت شاه ولسوالۍ کې افغان ځواکونو «لنډمهاله او تاکتیکي» شاتګ کړی او ولسوالۍ نه ده سقوط شوې.

بل لور ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویلې، چې دولت شاه ولسوالۍ یې سقوط کړې او له حکومتي ځواکونو یې درې ټانکونه، یو رینجر موټر او ګڼ شمیر نورې وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

مجاهد زیاته کړه: «زمونږ مجاهدینو د لغمان دولت شاه ولسوالۍ سقوط کړې او له افغان ځواکونو مو درې ټانکونه، یو رینجر موټر او نور وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي او ولسوالۍ زمونږ په ولکه کې ده.»

د لغمان ولایت یو نوراغا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې اندیښنه وښوده او ویې ویل، له دولت شاه سربېره بادپښ، الیشنګ او یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم حکومتي پوستې د کلابندۍ په حال کې دي او که مرسته ورته ونه رسېږي، د دغو ولسوالیو د سقوط اندېښنې هم شته دي.

نوراغا زیاته کړه: «مونږ له حکومت غوښتنه کوو، چې لغمان ته ځانګړې پاملرنه وکړي نن دغه دی دولت شاه ولسوالۍ سقوط وکړ او همداراز الیشنګ، بادپښ او یو شمیر نورې ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخ دي، هیله ده حکومت دغه ولسوالیو کې خپل حضور زیات کړي تر خلک وکولای شي خپل ژوند وکړي.»

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویلې، چې دولت شاه ولسوالۍ یې سقوط کړې او له حکومتي ځواکونو یې درې ټانکونه، یو رینجر موټر او ګڼ شمیر نورې وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

اخوا د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې بیا د ولسي خلکو په منځګړیتوب د حکومت او طالبانو ترمنځ د یوې میاشتې لپاره په اوربند توافق شوی دی.

ځايي قومي مشران وایې، دا اوربند ددې لپاره شوی دی چې په سیمه کې خلک خپل د غنمو رسېدلي فصلونه په امنیتي فضا کې راټول کړي.

دا د لغمان په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې له ګڼو حکومتي پوستو له سقوط وروسته لومړۍ ولسوالۍ ده، چې وسله والو طالبانو لاس ته لویدلې ده.

د تېرې روژې میاشت کې د لغمان الینګار کې د خلکو په منځګړیتوب له لسو ډېرې پوستې ځواکونو پرېښودې او طالبانو ونیولې.

تر دې مخکې د روژې میاشتې په اوږدو کې له لسو ډېرې پوستې په الینګار ولسوالۍ کې له مقاومت پرته طالبانو نیولي وې او دغه راز، تازه وړمه شپه الیشنګ کې هم څلور پوستې سقوط شوې دي.

ملي دفاع وزارت وایي، اوسمهال د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړو بوخت دي. په دې جګړو کې حکومت او طالبان یو بل ته د سختو مرګ – ژوبلو د اوښتو خبر ورکوي.

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړو لمن په داسې حال کې پراخه او زوروره شوې، چې د افغان حکومت او طالبانو ډلې د سولې خبرې اترې په یو بې برخلیکه حالت کې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه