اطلاعات روز: د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې سږکال د هندواڼو حاصل ۷۹ زره ټنه اټکل شوی، چې په دې سره به دغه حاصلات د تېر کال پرتله ۱۵ سلنه زیات وي.
د کرنې ریاست مسوولین وایي، اوسمهال د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې د رینا، فونکس، ایکسټریم په ګډون څلور ډوله هندواڼې کرل شوي، چې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د یاد ریاست د کرنیزو خدماتو امر عبدالوارث تاند نن (سه شنبه، ۲۸ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، سږ د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې په نیږدې دوه زره هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي، چې ۷۹ زره میټریک ټنه حاصلات به ولري، چې تیر کال ته ۱۵ سلنه زیاتوالی ښیې.
عبدالوارث تاند زیاته کړه: «سږکال د ننګرهار په ۸ ولسوالیو کامه،بهسود، خیوه، کوټ، بټي کوټ، ګوشته، خوږیاڼو، سره رود او ګڼو نورو ولسوالیو کې څلور ډوله هندواڼې کرل شوي، خو په دې ذکر شویو ولسوالیو کې یې ښه حاصل ورکړل دی او مونږ هڅه کړې، چې نوې تخمونه خپلو دهقانانو ته ورکړو تر څو ښه حاصل ولري او لا کار کوو.»

نوموړی وايي، د ننګرهار اقليم د هر ډول تازه میوو او سبزجاتو لپاره ښه مساعد دی، نو له همدې امله يې کروندګر د هندواڼو له حاصل او مارکیټ څخه خوښ دي.
د عبدالوارث تاند اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، هڅه کوي راتلونکو فصلونو کې د هندواڼو کښت ته وده ورکړې، تر څو چې حاصل يې د ننګرهار سربيره د هېواد نورو سيمو ته هم ولېږل شي.
عبدالوارث تاند زیاته کړه: «مونږ له خپلو دهقانانو سره د هندواڼو د حاصلاتو په زیاتوالي کې پوره هڅه کوو، چې لا نور هم زیات شي د بازار موندنې په برخه کې کار کوو او لا به مو کوښښ دا وي چې دا حاصلات ننګرهار او نورو ولایتونو ته انتقال کړي، خو اوس یې حاصل د هندواڼو هم زیات شوی او بازار یې هم ښه دی.»
بل لور ته دهقانان هم د هندواڼو له سږنیو حاصلاتو خوښ دي، خو د کار پر وړاندې د مناسب بازار نه شتون او د اوبو او کیمیاوي سرو کموالی هغه لاملونه یادوي، چې له امله یې ډیر کله له ستونزو سره مخ وي.

ببرک یو له هغه دهقانانو څخه دی چې د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند فارم هډې سیمه کې یې د کانال پر ځمکه په څلور جریبه ځمکه هندواڼې کرلي، چې سږنیو حاصلاتو ته یې خوښ دی.
ببرک زیاته کړه: «مونږ له حکومت غوښتنه کوو، چې مونږ دهقانانو سره کومک وکړي ځکه دلته مو هندواڼې کرلي د فارم هډې په سیمه کې خو اوبه نشته او هم د کیمیاوي سرو کموالی بله ستونزه ده او لوی خنډ چې هر کال ورسره مونږ دهقانان مخ یو، دا دی چې دلته مناسب بازار نشته او هر کار دا ستونزه وي.»
په همدې حال د کرنې ریاست مسوولین هم د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د فصلونو د کرکیلې په وخت د اوبو کمښت ستونزه مني خو ډاډ ورکوي، چې په دې برخه کې یې هڅې پیل کړي تر څو یې په راتلونکې کې حل لار پیدا کړي.
