لاریونوال: د کونړ-نورستان خراب سړک له امله مو ناروغان پر لارو ساوې ورکوي

اطلاعات روز: د کونړ- نورستان پر غځیدلي سړک د پرتو دریو ولسوالیو وټه پور، ماڼوګي او چپې درې سلګونه اوسیدونکو د یو لاریون پرمهال له حکومت وغوښتل چې دغو ولسوالیو ته غځیدلي سړکونه دې ورته په اساسي ډول جوړ کړي.

لاریون کوونکو په ځایي حکومتي چارواکو هم نیوکې کولې او ویلې، مسوولینو یې ورسره څو ځلې د سړک د اساسي جوړېدو ژمنې کړي خو تر اوسه یې پوره کړې نه دي.

د لاریون یو ګډونوال عبدالنبي وویل: «په څو ځلې له مونږ سره د دې سړک د جوړیدو ژمنې وشوې، خو کلونه وروسته اوس هم په پخواني ډول کندې کپر پروت دی، له حکومت هم ګیله من یو چې څو ځلي یې وعدې کړي خو عمل کې یې هیڅ هم نه دي کړي، غوښتنه مو دا ده چې حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او دا سرک جوړ کړي.»

لاریون وال وایې، ډیر کله یې ناروغان د لارې د خرابوالي له امله د کونړ تر مرکزي روغتون نه رسیږي او ډیر یې پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دوی ګواښ کوي که یې د سرک د جوړېدو غوښتنې ونه منل شي، د کونړ نورستان لاره به وتړي او خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

د لاریون یو بل ګډونوال نورګل زیاته کړه: «سرک دومره خراب دی چې له امله یې زمونږ ناروغان په خپل وخت ډاکتر ته نه رسیږي، ډیر یې د لارې د خرابوالي له امله په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، که حکومت زمونږ غوښتنه ونه مني، نو زموږ لاریونونه به دوام ولري او هم به د کونړ-نورستان لاره وتړو تر څو کار نه وي پیل شوی.»

لاریون وال وایې، ډیر کله یې ناروغان د لارې د خرابوالي له امله د کونړ تر مرکزي روغتون نه رسیږي او ډیر یې پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د کونړ د پېج درې دغه سړک چې د ماڼوګي ولسوالۍ پورې یوولس کاله مخکې پوخ شوی و، خو بېرته ژر خراب شو او اوس د کونړ نورستان نژدې ټوله لاره خامه ده.

نورستان ته ورتلونکي سیلانیان هم له حکومته غواړي چې د سړک ستونزه هواره کړي، ځکه دوی ته په تګ کې ستونزه ده.

په همدې حال کې د کونړ د والي مرستیال واصف الله واصفی وایي، تېر کال یې د پېج درې سرک د بودیجې په سند کې شامل کړی و خو سږ کال ترې ویستل شوی دی. هغه وایي، سږکال یې یاد سړک د بیارغونې د پروژو په سر کې دی.

واصفي زیاتوي: «د کونړ- تر نورستان سرک ستونزه مونږ منو او دا ستونزه مو په څو ځلي له مرکزي ادارې سره شریکه کړې، خو تر دې دمه کوم اقدام نه دی شوی تمه لرو چې دغه سرک به جوړ شي او د ولایتي ادارې هم دا سرک د بیارغونې په کارونو کې لومړیتوب لري او هڅه کې یو چې جوړ شي.»

د کونړ د پیج درې دریو ولسوالیو سړک نژدې پنځوس کیلومتره اوږدوالی لري او همدا شان دغه سړک د نورستان مرکز پارون ته هم غځېدلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه