نورستان؛ ملي پارک چې اوس تر پخوا سیلانیانو ته ډېر چمتو او سهولتونه یې ډېر شوي

خبریال: جان اغا صالح

نورستاني چارواکي وایي، سږکال دې ولایت کې د سیلانیانو د راتګ لپاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.

د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس فضل الحق خالقیار وایي، تېر کال د کرونا ویروس له امله دغه ولایت ته د سیلانیانو تګ راتګ بند شوی و، خو سږکال تمه کیږي چې دغه ولایت ته به د سیلانیانو تګ را تګ د تیر کال په پرتله دوه برابره زیات شي، چې په همدې موخه یې ورته پوره چمتوالی لري.

فضل الحق خالقیار زیاته کړه: «سږکال به د تیر کال په پرتله نورستان ته د سیلانیانو تګ راتګ زیات وي، ځکه تیر کال د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه هم بندیز و او سږکال مو نورستان کې د سیلانیلانو د راتګ لپاره پوره چمتوالی هم نیولی، د هوټلونو شمیر مو زیات  کړی او لا هڅه کې یو، چې دې برخې ته نور کار هم وکړو او په دې برخه کې مو له له نورو پانګوالو هم غواړو چې دلته پانګونه وکړي.»

د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس فضل الحق خالقیار وایي، تر تېر کاله په دې ولایت کې یوازې یو هوټل و، خو سږ پنځه جوړ شوي.

د ښاغلي خالقیار په خبره تیر کال نورستان ولایت کې یوازې یو هوټل فعالیت درلود، خو سږکال یې د هوټلونو شمیر تر پنځو رسولی او هم یې په دې برخه کې د هند سفارت او نورو اړوند ادارو ته وړاندیزونه کړي، څو دې ولایت کې د هوټلونو شمیر زیات کړي.

د خالقیار په وینا هڅې یې پیل کړي چې نورستان کې ملي سوداګر د هوټلو جوړویدو په برخه کې پانګونې ته وهڅوي، چې په دې سره به یې نه یوازې په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راشي، بلکې ځایي خلکو ته به په کې د کار زمینه هم برابره شي.

خالقیار زیاتوي: «نورستان کې تیر کال یوازې یو هوټل فعالیت درلود چې له امله یې سیلانیان له سختو ستونزو سره مخ وو، خو سږکال مو د هوټلونو شمیر هم تر پنځو رسولی او هم مو نور پشنهادونه اطلاعات کلتور وزارت او هم د هند سفارت ته کړي او کوښښ کې یو، چې سوداګر پانګونې ته وهڅوو نورستان کې زمونږ تمه دا ده چې په دې سره سیلانیان زیات اوهم به مو عواید زیات شي.»

د خالقیار په وینا هڅې یې پیل کړي چې نورستان کې ملي سوداګر د هوټلو جوړویدو په برخه کې پانګونې ته وهڅوي.

د هیواد په ختیځ کې پروت دغه ولایت له طبعیې ښکلا برخمند دی، چې ورته په دې وروستیو کې د کورنیو سیلانیانو پام زیات شوی دی.

د نورستان ځایي اوسیدونکي شاه علي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، هیله من دي چې د سیلانیانو په ورتګ سره به د دغه ولایت اقتصاد لا پیاوړی شي او هم ورسره د ځایي خلکو ژوند ښه شي.

دوی له حکومت په دې ولایت کې د لارو د جوړیدو او نورو رغنیزو پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.

شاه علي زیاتوي: «که حکومت دلته هوټلې جوړې کړي سرکونه جوړ کړي چې د نورو ولایتونو خلک وکولای شي، په اسانۍ دغه ولایت ته راشي ډیر خلکو اوس د سړک د خرابوالي له امله زړه نه ښه کوي او د خلکو په تګ راتګ سره به دلته خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي، زمونږ له حکومت غوښتنه دا ده چې نورستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي تر څو دلته خلک وکولای شي ستونزې یې حل شی.»

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د نورستان لویې لارې جوړول یې په لومړیتوبونو کې دی.

نورستان ته وروسته له هغې د سیلانیانو پام ورواوښت، چې د چاپیریال ساتنې ادارې د «هیواد ملي پارک» او د وحشي ژویو خوندي ساتنځای اعلان کړ.

خو د نورستان والي حافظ عبدالقیوم چې دویم ځل لپاره د دې ولایت د والي په توګه ګمارل شوی ویلي، چې دغه ولایت ته د غځېدلې لارې پخول یې په لومړیتوبونو کې دی.

حافظ عبدالقیوم زیاته کړې، چې په راتلونکي کال کې به په نورستان کې د ۹۸ انکشافي پروژو د ابادۍ چارې پیل شي، چې په دغو پروژو کې ۱۴هغه یې په مرکز پارون او پاتې نورې یې د ولسوالیو لپاره پلان شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه