پر کابل پوهنتون د برید پلانوونکي د شرعیاتو تر دریم ټولګي درس ویلی و

امرالله صالح:

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، پر کابل پوهنتون د برید اصلي پلاوونکی نیول شوی دی. نیول شوی کس عادل د محمد عارف زوی د پنجشېر ولایت څخه دی، چې د شرعیاتو پوهنځي تر دریم ټولګي یې زده کړې کړي دي.

ښاغلي صالح نن (شنبه، ۲۴ لړم) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي دي، چې نیول شوي کس د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځی تر درېیم ټولګي ویلی دی او له هغې وروسته د حقاني شبکې پخواني غړي ثناالله له لوري جذب شوی دی.

په داسې حال کې چې پر کابل پوهنتون د برید پړه په رسمي ډول داعش ډلې واخیسته، خو صالح ټینګار کړی، چې داعس یواځې یو نوم دی او هغوی چې دا برید یې کړی څو هویته (حزب التحریر – طالب – داعش) دي او بېلابېلو وختونو کې له ځانګړو عنوانو او لقبونو کار اخلي.

د امرالله صالح په وینا، نیول شوی کس ویلي دي، ورته ویل شوي و، چې «داسې کار وکړي، څو دا حکومت تر فشار لاندې راشي. بد نومی شي او د خلکو ذهن کې کمزوری او بې کاره ښکاره شي. ورته وویل شول، چې دا کار پر نظامي موخو عملیاتو سره شونې نه ده.»

نیول شوي کس دغه راز ویلي دي، چې سلاح یې له حقاني شبکې له خوسته لاسته راوړې وه او پر کابل پوهنتون د برید لارښوونه هم ثناالله کړې وه.

پر کابل پوهنتون برید د لړم په دولسمه وشو. په دې برید کې ۲۲ تنه چې ډېری یې زده کړیالان ول، ووژل شول او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان شول.

امرالله صالح له دې وړاندې د دې برید پړه پر طالبانو اچولی وه. خو طالبانو په کراتو د صالح دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې پر کابل پوهنتون دغه برید د دوی کار نه دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه