اطلاعات روز: د ۲۱۵ میوند قول اردو وایي، د هلمند ولایت لښکرګاه ښار لپاره د طالبانو نظامي مسوول «مولوي اجمل» یې په هوایي برید کې وژلی دی.
۲۱۵ میوند قول اردو په یوې خبرپانه کې ویلي، چې دغه طالب نظامي مسوول یې چې مولوي عبدالعلي خالد نومېده او په مولوي اجمل مشهور و، پرون (سه شنبه، ۲۱ د غویي) د لښکرګاه اړوند بولان سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو هوایي برید کې وژلی دی.
خبرپاڼه زیاتوي: « مولوي اجمل په ۱۳۹۳ کې د لښکرګاه ښار د چريکي بريدونو مسول و، چې همزمان په پوهنتون کې د شريعياتو د پوهنځي د استاد په حيث يې هم فعاليت درلود.»
د ۲۱۵ میوند قول اردو خبرپاڼه کې راغلي چې دغه طالب نظامي مسوول په کال ۱۳۹۴ کې د هلمند ولايت د ملي امنیت ریاست له خوا ونيول شو او د پروان ولايت بګرام زندان ته انتقال شو.
د خبرپاڼې په وینا چې نوموړی بیا په کال ۱۳۹۹ کې د ۵۰۰۰ طالب زندانيانو په ډله کې ازاد شو او بيا ځلې يې د نظامي مسوول په توګه د طالبانو ډلې سره لښکرګاه ښار کې په فعاليت پيل وکړ، چې د افغان هوايي ځواکونو د عملياتو په لړ کې له منځه یوړل شو.
طالبانو ډلې لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
