اطلاعات روز: د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې ځایي مسوولین وایي، په دې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکیان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د شیرزادو ولسوال شیرحسن کمالزي نن (چهارشنبه، ۲۲ دغویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاد پېښه تایید کړه او ویې ویل، دغه پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د شېرزادو ولسوالۍ په «طوطو» سيمه کې د ملکي وګړو پر سراچه ډوله موټر رامنځته شوې.
نوموړي ادعا وکړه چې د سړک غاړې دغه ځای پر ځای شوی ماین د طالبانو له خوا ایښودل شوی و.
کمالزي زیاته کړه: «چاودنه د شیرزادو په طوطو سیمه کې د ملکي وګړو په یو سراچه ډوله موټر ماین چاودنه کړې، چې له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.»
تراوسه د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي او کومې بلې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی.
