ختیځ میشتي ځوانان طالبانو ته: د کوچني اختر په پار درې ورځنی اوربند وغځوئ

اطلاعات روز: ختیځ میشتو ځوانان نن (دوشنبه، ۲۰ د غویي)  جلال اباد ښار کې د یوې راټولیدنې پرمهال په هیواد کې او ځانګړي ډول د ختيځ په ځینو ولایتونو کې د ناامنیو د زیاتیدو په اړه د اندیښنو ترڅنګ له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند وغځوي.

مدني فعالانو نوراغا ځواک د خبرو پرمهال د جګړې دوام د دواړو اړخونو په زیان وباله او ویې ویل، د طالبانو له لوري دا ډول اوربند کولی شي په هیواد کې دایمي سولې ته لاره هواره کړي.

ځواک زیاته کړه: «مونږ له وسله والو طالبانو له لوري د اعلان شوي درې ورځني اوربند ملاتړ کوو او هیله مو دا ده چې دا اوربند دې دایمي شي، تر څو د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسیږي، ځکه د سولې خبرو د پایلې لپاره لازمه ده چې دواړه خواوې باید اوربند وکړي او جګړه ودروي.»

یو بل فعال موسم عبدالرحیمزي بیا د افغان سولې په برخه کې د ترکیې ناسته برخلیک ټاکونکي ګڼي اوله دواړو خواوو یې وغوښتل چې په یاده ناسته کې دې خپلې غوښتنې سره شریکې کړي تر څو یو پایلې ته ورسږي.

هغه زیاته کړه: «د ترکیې ناسته د افغان سولې په برخه کې ډیره مهمه ده هیله مو له دواړو اړخونو دا ده، چې په دې ناسته کې برخه واخلي او خپلې غوښتنې مخامخ له یو بل سره شریکې کړي، تر څو یوې پایلې ته ورسیږي، ځکه یوازې د جګړې لاره یې د حل نه ده.»

مدني فعالانو نوراغا ځواک د خبرو پرمهال د جګړې دوام د دواړو اړخونو په زیان وباله او ویې ویل، د طالبانو له لوري دا ډول اوربند کولی شي په هیواد کې دایمي سولې ته لاره هواره کړي.

مدني فعال حنیف الله د وینا پرمهال د سولې خبرو د بریالي کیدو لپاره له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې په ټول هیواد کې د یو بل پر وړاندې له بریدونو لاس واخلي.

حنیف الله زیاتوي: «مونږ له وسله والو طالبانو او افغان حکومت غواړو، چې نور دې جګړه ودروي او هم دې حکومت او طالبان پر یو بل بریدونه نه کوي حکومت دې خپل عملیات ودروي او طالبان دې هم بریدونه نه کوي، ځکه دا ډول جګړه د سولې خبرې زیانموي او د ترکیې ناسته یو ښه فرصت دی دواړو لپاره.»

ښځینه فعالې فاطمې سبا په یو پریکړه لیک کې د کابل د تیرې شنبې ورځې برید وغانده او هم یې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې د جګړې پرمهال دې د ملکي وګړو کورونه د سنګر په توګه نه کاروي.

فاطمه سبا زیاته کړه: «له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غواړو چې جګړه دې ودروي او نور دې له جګړو لاس واخلي او همدارنګه دې وسله وال د ولسي خلکو کورونه د سنګر په توګه نه کاروي، ځکه په داسې مهال زیاتره مرګ ژوبله ملکی وګړو ته اوړي، د ښارونو او ولسوالیو لارې دې د ملکي وګړو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي ځکه په لغمان کې او نورستان کې دا ډول ستونزې ډیرې رامنځته کیږي.»

ښځینه فعالې فاطمې سبا په یو پریکړه لیک کې د کابل د تیرې شنبې ورځې برید وغانده او هم یې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې د جګړې پرمهال دې د ملکي وګړو کورونه د سنګر په توګه نه کاروي.

په ورته مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې اعلان شوي درې ورځني اوربند ته په اشارې ویلي چې د طالبانو له لوري درې ورځنی اوربند د خلکو د خوشالولو لپاره یو غوره ګام دی خو په وینا یې د روانې جګړې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او دایمي اوربند دی.

دغه راز ارګ هم له طالبانو غوښتي چې د خلکو د تلپاتي اوربند ټینګښت غوښتنه ومني او د خبرو مېز ته راشي، څو خلک خپل بنسټیز حق ته چې عادلانه او تلپاتې سوله ده، ورسیږي.

د ارګ خبرپاڼه کې د طالبانو له خوا کمکي اختر کې د اوربند له اعلانه هرکلی کړی، خو په ورته مهال پر دایمي او واقعي اوربند ټینګار کوي.

ولسمشر غني له امنیتي ځواکونو غوښتي چې اوربند مراعت او د دښمن د سرغړونې په صورت کې د خپلو وطنوالو له دفاع څخه درېغ ونه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه