عبدالله طالبانو ته: لنډمهاله اوربند د هېواد کړکېچ بنسټیزه او تلپاتې حللاره نه ده

اطلاعات روز: د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د طالبانو له خوا د راتلونکي کوچني اختر په پار درې ورځني اوربند ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د اوسني کړکېچ بنسټیزه حللاره تلپاتې اوربند او د جنګ درېدل دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا نن (دوشنبه، ۲۰ د غویي) پر خپلې فیسبوکپاڼې د دې شورا د مشر عبدالله عبدالله غبرګون خپور کړی. د ښاغلي عبدالله په د‎ې غبرګون کې د کوچني اختر لپاره د طالبانو د اوربند له اعلانه هرکلی شوی، خو نوموړی ټینکار کوي چې لنډمهاله اوربند د افغانستان کړکېچ حللار نه ده.

ښاغلي عبدالله ویلي: « په دې مناسبتونو د موقت اوربند اعلان د لنډ مهال لپاره افغانانو ته د ارامتیا زمینه برابروي، ولې د هېواد د بحران اساسي او دایمي حل لار نده.»

عبدالله عبدالله ویلي، چې د افغانستان کړکېچ نظامي حل نه لري، د ده په وینا د تېرو څلوېښت کلونو د شخړو پایله ښیي، چې وژنې او تاوتریخوالی د ستونزې حل نه دی. نوموړي ټینګار کړی چې باید د کړکېچ او شخړو ژورو ته پام وشي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې: «شته فرصت نه په استفادې یوځل بیا د طالبانو په تحریک غږ کوم، چې د وژلو او تاوتریخوالي څخه لاس واخلي، تلپاتي اوربند، د جنګ او وینې توېدنې درېدل او د یوې جامع سیاسي حلارې څخه د یوې عادلانه، باعزته او سرتاسري سولې ته، چې ټولو ته د منلو وي زمینه برابره کړي.»

طالبانو ډلې بېګاه ناوخته د راتلونکي کمکي اختر په پار درې ورځنی اوربند اعلان کړ. ورپسې د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون پر ټوېټر د طالبانو د دې اعلان هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې حکومت هم اوربند ته تیاری لري او اعلان به یې کړي.

د طالبانو د اوربند دغه اعلان کې ویل شوي چې په دغې موده کې طالبان او دولتي ځواکونه باید د یو بل سیمو ته لاړ نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو ورځو کې د هېواد بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په تېرو څه کم لس ورځو کې په غزني، بغلان، هلمند، کندهار او هرات کې سختو جګړو دوام لرلی دی.

په لومړي ځل ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۷ کال کوچني اختر کې، د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې اوربند اعلان کړ. طالبانو هم د دې ګام په هرکلي، یوازې د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ.

دغه راز طالبانو تېر کال هم د لوی اختر په پار درې ورځې اوربند اعلان کړ. په هغې وخت کې ولسمشر غني هم له امنیتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې اوربند مراعت کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه