اطلاعات روز: د لوګر امنیتي چارواکي وایي، مخ پټو ټوپکوالو د دې ولایت د اقتصاد رییس عبدالمنان سعیدي د کابل – لوګر لویه لاره کې په ډزو وژلی دی.
د لوګر امنيتي چارواکي وايي، نن (یکشنبه، ۱۹ د غویي) سهار مهال ۱۰:۳۰ بجې د لوګر ولايت د اقتصاد رییس دندې ته پر لاره و، چې د مخ پټو وسله والو کسانو له لوري په ډزو سره وژل شوی دی.
د لوګر د پوليسو وياند ګل حيدر محمدي اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې په سعيدي د لوګر ولايت بلند آب سيمه کې ډزې شوې او روغتون ته يې په لاره ساه ورکړې ده.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
