اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې سیلابونو سړکونه او پلونه ویجاړ کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۱۶ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره ورځ د دې ولایت له نورو ولسوالیو سربیره په دور بابا ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله سرکونه او پلونه تخریب شوي او د ځینو سیمو ته یې خو لا د تګ لارې هم بندې کړي دي.
خوږیاڼی وايي، هڅه کوي دغه لارې ژر بېرته پرانیزي چې په همدې موخه یې د بیړنیو پيښو پر وړاندې د مبارزې ریاست او نورو اړونده ادارو سره ناسته کړې ده.
خوږیاڼي زیاته کړه: «په دوربابا ولسوالۍ کې د تیرې ورځې د سیلابونو له امله یو شمیر سرکونه او پلونه ویجاړ شوي او خلک له ستونزو سره مخ دي مونږ هڅه کوو د خکلو ستونزو ته رسیده ګي وکړو.»
له دې څو ورځې وړاندې د هوا پيژندنې ادارې د هیواد له نورو سیمو سربیره په ختیځو ولایتونو کې هم د بارانونو او سیلابونو د راوتلو خبر ورکړی وو.
