اطلاعات روز: د افغان رسنیو ملاتړ ادارو د رسنیو په اړه د وسله والو طالبانو او افغان حکومت وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، چې ښکېلو خواوو ملي او نړیوالو قوانینو ته له پام پرته رسنیو ته خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن (چهارشنبه، ۱۵ د غویي) پر خپل ټوېټر د افغانستان ځینې رسنۍ د افغان حکومت د پروپاګندا وسیلې یادې کړي او خبرداری یې ورکړی چې د دې عمل دوام پرمهال به د راتلونکو ګامونو مسوولیت په خپله د رسنیو د مسوولینو او کارکوونکو په غاړه وي.
ښاغلي مجاهد لیکلي: «له څو ورځو راهیسې موږ د ځينو رسنیو د پروپاګند او یو لوریزو نشراتو شاهدان یو. د دغو نشراتو تر شا د کابل ادارې د استخباراتو لاس دی. رسنۍ او خبریالان باید هوښیارې و اوسي، خپله بې طرفي حفظ کړي او د هیواد په دې حساسو شرائطو کې د کابل ادارې د پروپاګند وسیله ونه ګرځي.»
خو نی یا د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ ادارې د نن په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، طالبان باید پوه شي چې د افغانستان رسنۍ خپلواکې او د هېواد رسنیو نافذه قوانینو پر بنسټ عمل کوي او هېڅ ځواک نه شي کولی چې افغان رسنۍ استخباراتي وسیلې په توګه وکاروي.
نی لیکلي: «د نی له لیده، ښکېلو خواوو د ملي او نړیوالو قوانینو نظر کې نیولو پرته رسنیو ته خبرداری ورکړی او دا قوانین یې نقض کړي دي. دا ډول خبرداري کولی شي چې د افغانستان رسنیو ټولنه کې د ډار سبب شي.»
له بلې خوا د ملي امنیت مشر احمدضیا سراج نن (چهارشنبه، ۱۵ د غویي) ولسي جرګه کې ویلي، چې ځینې رسنۍ او شنونکي د طالبانو په ګټه کار کوي. ښاغلي سراج ویلي، هغوی اړ دي چې له دا ډول خلکو سره یو چلند وکړي.
خو نی د ښاغلي سراج دې څرګندونو ته په ځواب کې په خپله اعلامیه کې ویلي، د ملي امنیت رییس باید وپوهيږي چې دا ډول څرګندونې چې رسنۍ محدودې کړي، په اوسنیو حالاتو کې نه د نظام او نه د سولې په ګټې دي.
د نی اعلامیه کاږي: «که ښاغلی سراج د کومې رسنۍ یا خبریالانو د کوم ناقانونه عمل کوم سند لري، باید له قانون سره سم پرې عمل وکړي.»
نی لیکلي چې د دوی په باور که خبرداری له هر اړخه وي، د بیان ازادي محدودوي او د افغانانو د ګتو خلاف دی.
دوی پر افغان حکومت غږ کړی چې باید په داسې حالاتو کې رسنیو ته ډاډ ورکړی، څو په دې حساسو شرایطو کې رسنۍ په ښه توګه اطلاع رسونه وکړي.
دوی لیکلي چې طالبان هم باید د افغانستان د شخړې یو خوا په توګه نړیوالو قوانینو ته چې په هغې کې رسنیو ته خبرداری جرم دی، ژمن وي.
په ورته مهال د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې هم په اعلامیه کې د رسنیو او خبریالانو په اړه د افغان حکومت او طالبانو څرګندونو ته غبرګون ښودلی. دغې کمېټې ویلي چې د طالبانو د ویاند دغه څرګندونې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې ګواښ دی او محکومه وي یې. دغه راز دغې کمېټې د ملي امنیت له ریاسته غوښتي چې د ملي امنیت مشر څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي.
د افغان خبریالانو مصونیت کمېټې دغه راز په دې اعلامیه کې ټینګار کړی چې ټولې خواوې باید د بیان ازادۍ په ګډون ټولو نړیوالو کنوانسیونونو ارزښتونو پام کې نیولو ته ژمن شي.
دغې کمېټې په دوام کې لیکلي: «د بې پرۍ اصل باید د ژورنالیزم پوهې ته په کتو تعریف شي. د واقعیتونو او نیوکو خپرېدل په هېڅ توګه دا اصل نه زیانمنوي. دا چې دواړو خواوو، رسنۍ د بې پرۍ له اصله په سرغړونې تورنې کړي، دا هم ښیي چې رسنۍ هېڅ یوه اړخ سره تړلي نه دي او خبرونو او راپورونو کې یې د هېڅ یوې ډلې ګټې نغښتې نه دي.»
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د طالبانو ویاند څرګندونو په محکومولو او له حکومته د وضاحت غوښتلو ترڅنګ، د ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتي چې د رسنیو خپلواکۍ ساتلو څار اړوند، چې د تېرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو ده، یو مشخصه کړنلاره لاس کې ونیسي، څو د پخلاینې پایله کې دا ارزښت زیان و نه ویني. دې کمېټې په دې برخه کې د هر راز تخنیکي همکاریو ټټر وهلی دی.
