احمد مسعود: ولسمشر غني د مجاهدینو په پیاوړتیا، ځواک او یووالي باور نه لري

اطلاعات روز: د «افغانستان ملي اتل» احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود وایي، چې ولسمشر محمداشرف غني د مجاهدینو په پیاوړتیا، ځواکمنتیا او یووالي او د عالمانو پر رول باور نه لري.

ښاغلي مسعود نن (چهارشنبه، ۱۵ د غویي) د مجاهدینو د بري د نهه ویشتمې کلیزې په مناسبت کابل کې جوړو شویو مراسمو ته وویل، ولسمشرۍ ماڼۍ اجازه نه ده ورکړې چې دغه مراسم د لویې جرګې په خېمه کې ترسره شي.

هغه وویل، ارګ فکر کوو چې په دې تاکتیک سره کولی شي چې د دې مراسمو مخه نیولی شي، خو برعکس مراسم د زرګونه کسانو په حضور سره ترسره شول.

احمد مسعود وویل: «ملګری مو امرالله خان [د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح] رول لره. خپله هڅه یې وکړه. جدا ولسمشر صیب د مجاهدینو په قوت، د مجاهدینو په ځواک، د مجاهدینو په یووالي، د عالمانو په رول او پر موږ او تاسو ټولو باوري نه دي او خدای دې وکړي چې هېڅ وخت هغه موږ ته او موږ هغه ته اړ نه شو.»

مسعود په خپلو خبرو کې د مجاهدینو په یووالي او دغه راز د افغانستان خلکو د جهاد بري کې د عالمانو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل، چې تېرو ۲۰ کلونو کې یوه تېروتنه دا وه چې مسایل د جهاد حوزې اسازو له ستوني مطرح نه شول.

هغه وویل، چې د مجاهدینو راټولولو، د عالمانو حضور، د اسلامي شریعت پلي کولو او د یو اسلامي نظام ټینګښت یو بنسټیز شرط به وي.

د احمدشاه مسعود زوی له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، اوس د جنګ دوام او وینې تویېدو لپاره، هېڅ ډلې ته هېڅ پلمه نه ده پاتې.

هغه دغه راز ټینګار وکړ چې مجاهدین د سولې، د شریعت پلي کولو او د اسلامي دولت راتلو غوښتونکي دي او له ټولو خواوو په ځانګړي ډول له طالبانو غواړي چې له شته فرصته د جنګ پای لپاره ګټه واخلي.

احمد مسعود په ورته مهال وویل، چې که خلک اړ شي او د «خواوو لید افغانستان کې نظامي حللاره وي»، هغوی هم له مجاهدینو سره په مشورې او د عالمانو تر چتر لاندې د شریعت او اسلامي دولت راتلو لپاره نظامي تیاری لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه