خبریال: جان اغا صالح
وسله والو طالبانو د لغمان مرکز مهترلام او الینګار پورې تړلې درېیمه پوسته تیره ورځ ناوخته سوځولې ده.
د لغمان ځایي اوسیدونکي وایي، لاهم په الینګار، دولت شاه او یو شمیر نورو سیمو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده، خو د دواړو لورو ترمنځ د اوښتو تلفاتو په اړه کره مالومات نشته.
د یادې سیمې یو اوسیدونکی نورالله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د جګړې له سیمو د عامو خلکو وتل پیل شوي او هڅه کوي ځانونه خوندي ځایونه ته انتقال کړي.
د الینګار ولسوالۍ یو اوسیدونکی نورالله وایي، د جګړې له امله یې خپل ډک کورونه پرې ایښي او د ځان خوندي ساتلو په موخه د کورنۍ له نورو غړو سره د یادې سیمې سلګونه کورنۍ مرکز مهترلام ته کډه شوي دي.
نور الله زیاتوي: «وروره پرون یې په الینګار کې د افغان ځواکونو دریمه پوسته وسله والو طالبانو وسوځوله او لاهم جګړه روانه ده او ډیر امکان شته که طالبان ونه ځپل شي شاید د لغمان ولایت هم سقوط کړي.»

سیمه کې ځایي خلک او قومي مشر ملک شاه ولي وایي، د مرکز مهترلام بدیع اباد اړوند پوستې سرتیري بیا د ځایي قومي مخورو په منځګړیتوب له وسله والو طالبانو سره له مقاومت پرته له سیمې ویستل شوي دي او د سرتیرو له وتلو وروسته طالبانو یادې پوستې ته اور اچولی چې تصویرونه یې په ټولینزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي.
خو د لغمان د الینګار ولسوالۍ له جګړې سره همهاله د دې ولایت په یوه بله ولسوالۍ الیشنګ کې بیا د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د افغان ځواکونو عملیات جریان لري، چې په خپله والي یې هم عملیاتو ته د څار په موخه تیره ورځ ورغلی و.
د لغمان والي رحمت الله یارمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د لغمان جګړې ته د کونړ او ننګرهار طالبان هم ورغلي او دلته یې حملې زیاتې کړي دي.
یارمل زیاته کړې چې په دې ولایت کې یې د وسله والو طالبانو حملې په شاه تمبولي او هم یې په دې ولایت کې پیل شوي عملیات بریالي روان دي.
رحمت الله یارمل زیاته کړه: «له ننګرهار او کونړ لغمان ته وسله والو طالبان راغلي او دلته یې جګړه پیل کړې او دلته مو وسله وال طالبان ځپلي او دلته عملیات ښه په بریاليتوب روان دي دا عملیات به ترهغې دوام ولري چې څو مو وسله وال طالبانو څخه دغه سیمې نه وي پاکې کړي زه په خپله هم له دغه عملیاتو څارنه کوم.»

په همدې حال کې د لغمان د ولایتي شورا غړي وایي، له کومې ورځې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ورسره سم په لغمان کې د وسله والو طالبانو جګړې ګرمې شوي دي.
د لغمان د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزی اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له مرکزي حکومت غوښتنه وکړه، چې د لغمان د امنیتي وضعیت د کابو کیدو په دې ولایت کې د وسله والو طالبان د وځپلو په موخه عملیات چټک کړي.
عبدالرحیمزي زیاته کړه: «له کله چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې نو ورسره سم په لغمان کې جګړو زور اخیستی د دې ولایت په دولت شاه، الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو جګړې دوام لري او که چیرې د دې ولسوالو طالبانو مخه ونه نیول شي ستونزې جوړولی شي.»
په ورته مهال ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده بیا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په لغمان کې یې له تیرو دوو اونیو د عملیاتو پرمهال یې له ۸۰ وسله وال طالبان وژلي او له پنځوسو زیات یې ټپیان کړي دي.
هغه ونه ویل چې په دغو عملیاتو کې څومره افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
صاحبزاده زیاته کړه: «په تیرو دوو اونیو علیشنګ او دولت شاه او ځینو نورو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۸۰ طالبان وژل شوي او ۵۴ تنه نور یې ټپیان کړي دي په وژل شویو وسله والو کې یې د وسله والو طالبانو څلور سیمه ییز قومندانان هم شامل دي او لا عملیات دوام لري.»

د لغمان یو بل اوسیدونکی جمعه خان همدرد د دې ولایت په الیشنګ، دولت شاه، الینګار او یو شمیر نورو سیمو کې د وسله والو مخالفانو په لیکو کې د بهرنیو اتباعو د شتون خبره کوي او زیاتوي، دغلته سلګونه بهرني اتباع له خپلو کورنیو سره اوسي او دولت ضد فعالیتونه کوي.
همدرد زیاته کړه: «د لغمان الیشنګ، دولت شاه حتی پراشغان سیمې او الینګار ولسوالۍ پورې، دلته بهرني جنګیالي راغلي، دغه وطن یې ډېر ناامنه کړی دی، دوی تقریبا اووه نیم سوه کورني لري، ښځې یې هم د جنګ میدان ته ځي او نارینه یې هم، پیسې یې هم ډالرې دي، مونږه د لغمان چې کوم چارواکي دي، له دوی غواړو چې له مرکز سره دغه خبره شریکه کړي، د لغمان وضعیت یې ډېر خراب کړی دی، حتی د لغمان په علي خېلو خوړ کې هم طالبان چېک پاینټ اچوي، د لغمان امنیتي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی، ملت هم ډېر خفه دی، نه څوک ارام ګرځېدی شي او نه څوک دهقاني کولی شي.»
د لغمان اوسیدونکي داسې مهال د امنیتي وضعیت له خرابوالي شکایت کوي، چې په روانه میاشت کې د لغمان په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی، چې له امله یې ډیر کله د دواړو خواوو ترڅنګ په جګړو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوړي.
