اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت سروضې ولسوالي امنیه قوماندان په یو ماین چاودنه کې خپل ژوند بایللی دی.
د پکتيکا ولايت د پوليسو وياند شاه محمد ارين وايي، تېره شپه (سه شنبه، ۱۴ د غویي) د پکتيکا ولايت د سروضې ولسوالي امنيه قومندان څارمن جمعه شاه هغه مهال د ماين په چاودنه کې ووژل شو، چې په جګړه کې د نورو امنيتي ځواکونو د مرستې لپاره ور روان و.
ښاغلی ارین زیاتوي، تېره شپه د وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ په سروضې ولسوالي کې سخته جګړه هم شوې، چې نوموړی وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ – ژوبلې ور اړولو ادعا کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
