هلمند کې د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژل شوي

اطلاعات روز: د ۲۱۵ میوند قول اردو وایي، هلمند ولایت کې د دفاعي ځواکونو عملیاتو کې د هند جزیرې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژل شوي دي.

یاد قول اردو نن (سه شنبه، ۱۴ د غویي) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د القاعده شبکې دغه غړي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند ولايت په مختلفو سيمو کې د افغان دفاعي ځواکونو د تروریزم ضد عملیاتو په پايله کې وژل شوي دي.

د دې قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي: «د وروستيو استخباراتي معلوماتو له مخې، د هند جزيرې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي، چې د پاکستان د پنجاب ایالت اصلي اوسیدونکي وو، په وژل شویو ترهګرو کې شامل دي.»

دغه قول اردو دغه راز ویلي، چې افغان هوايي ځواکونو د هلمند ولايت ناوې ولسوالۍ په مومن خان سيمه کې د طالبانو یو قوماندان په ګډون ۸ تنه وژلي دي.

یادې خبرپاڼې لیکلي: «د احمد په نوم د يادې ډلې د يوه قومندان په ګډون، ۸ ترهګر طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور يې ټپي دي.»

د دوی په وینا، په دغو هوايي عملياتو کې د «دښمن» يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

دغه راز دوی ادعا کوي چې د هوايي ځواکونو د هوايي عملياتو په ترڅ کې، د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه اړوند بشران سيمه کې یې هم ۴ طالبان وژلي او یو تن یې ټپي کړی دی.

دوی دغه راز وایي، چې په دغو عملیاتو کې یېهمدارنګه يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.

طالبانو او القاعده شبکې لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه