اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د جلال اباد ښاروالۍ د ساختمان يو انجينر د رشوت اخیستو په تور نیول شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۱۱ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت عمومي ریاست د جلال باد ښاروالۍ ساختماني چارو يو انجینر د ۲۵ زرو افغانیو رشوت په تور نیولی دی.
د ښاغلي خوږیاڼي په خبره تورن کس د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکي لخوا د کنترول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست ته د شکایت تر ورکولو وروسته د اوپراتیفي عملیاتو پر اساس د کشفي او امنیتي ځواکونو په همکارۍ ونيول شو او تر پوښتنو لاندې دی.
خوږیاڼی زیاتوي: «د جلال اباد ښاروالۍ د ساختماني چارو یو انجنیر چې له بل کس یې د ۲۵زره ډالرو غوښتنه کړې وه، د څارنوالۍ له لوري ونیول شو.»
خو خلک وایي، ډېر کله دا ډول خلک د مختلفو جرمونو په تور نیول کیږی خو له سزا پرته د بډو په مقابل کې بیرته خوشې کیږي.
