اطلاعات روز: د پکتیا ولایت «پکير خاک» اوسېدونکي وايي، ملي اردو يې بيګاه شپه د سيمې يو مشر په ډزو وژلی دی.
د پکتيا ولايت مرکز ګردېز اړوند د پکير خاک سيمې اوسېدونکي ادعا کوي، چې تېره شپه (چهارشنبه، ۸ د غویي) يې په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو يو قومي مشر چې له کوره د جومات لور ته د تراويح لمانځه لپاره روان و، په سيمه کې د ملي اردو د امنيتي پوستې له لورې ورباندې ډزې شوې او ځای پر ځای يې وژلی دی.
د دې سيمې لسګونه اوسېدونکو چې نن د اعتراض د والي د مېلمستون مخې ته راټول شوي و، له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې پېښه وڅېړي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.
اعتراض کوونکي وايي، په وژل شوي قومي مشر هغه مهال ډزې شوې، چې هلته په سيمه کې هيڅ جګړه نه وه رامنځته شوې.
دوی وايي، د ټوکر خاک همدا پوسته چې د خلکو د کورونو په منځ کې موقعيت لري، د ګټې پر ځای يې خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
اعتراض کوونکو ګواښ وکړ، که يې غوښتنې ونه منل شي او د وژل شوي قومي مشر قاتلينو ته سزا ورنه کړل شي، نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د ولايت مقام دروازه به وتړي.
په همدې حال کې د پکتيا والي ویاند نورمحمد عابد بيا وايي، د رامنځته شوې پېښې د څېړلو لپاره يې د امنيتي ارګانونو ګډ پلاوی ټاکلی، تر څو مالومه کړي، چې په ياد وژل شوي شخص ولې او د چا لخوا ډزې شوې دي.
