په خوست ولايت کې د کبانو روزنې ته لېوالتیا ډېره شوې

خبریال: حبیب الله سراب

په سویل ختیځ زون کې د خوست ولایت ځینو اوسېدونکو د کبانو روزنې ته مخه کړې او په خپلو سیمو کې یې د روزنې په موخه په شخصي لګښت ورته د اوبو ډنډونه او نور امکانات برابر کړي دي. 

په دې ولایت کې فارم لرونکي له پیل شوي کارو بار  څخه خوښ دي او وايي، دې کار مثبته نتیجه ورکړې ده. 

د دوی په وینا چې د کب روزنې برخه کې لاهم عامه پوهاوی نلري او که دولت ورته د عامه پوهاوي روزنيزو ورکشاپونو جوړېدو او نورو برخو کې همکاري وکړي، زيات خلک به د کب روزنې کار ته ملا وتړي. 

نشه خان هغه ځوان دی، چې په جوړ کړي فارم کې یې د ماهیانو روزنې ښه نتیجه ورکړې ده، هغه وايي، د هر ماهي وزن له دوو کیلو زیات دی. 

نشه خان داسې وویل: «مونږ له تېر یو کال راهیسې په خوست کې د ماهیانو د روزنې کاروبار پیل کړی دی، تر اوسه یې ښه نتیجه ورکړې، ځکه زمونږ ماهیان چې کله ورسیږي، خو د هغه وزن له دوو یا دریو کیلو زیات وي، خو ستونزه زمونږ دا دی، چې د ساتنې په اړه یې پوره مالومات نلرو، که کرنې ریاست راته روزنیز ورکشاپونه برابر کړي، نو په دېر ښه ډول به کار وکړو.»

نشه خان هغه ځوان دی، چې په جوړ کړي فارم کې یې د ماهیانو روزنې ښه نتیجه ورکړې ده، هغه وايي، د هر ماهي وزن له دوو کیلو زیات دی. 

نوموړی زیاتوي، چې له دې وړاندې په خوست ولایت کې د کبانو د خوښې پلور ډېر کم و، خو اوس یې بازار ګرم دی او خلک ترې زیاته استفاده کوي. 

خان اطلاعات روز ته وايي: «خوست کې اوس د کبانو خوښې علاقمندان ډېر شوي، ځينې خلک دلته زمونږ فارمونو ته راځي او ماهیان اخلي، زمونږ غوښتنه دا ده، چې اړونده ادارې باید راسره په دې برخه کې همکاري وکړي، د کبانو خوښې د بازار موندنې او همدارنګه نورو برخو کې باید همکار و اوسي.»

په خوست کې د کرنې او مالدارۍ د برخې کارپوهان وايي، که فارم لرونکو ته د ماهیانو غوره نسلونه او خواړه ورکړل شي، نو خوست به د ماهیانو په غوښې بسیا ولایت شي. 

انجنیر سیدالله خالد چې په مالدارۍ برخه کې یې زده کړې کړې، اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې د کبانو روزونکي لاهم په دې ندي پوهېدلي، چې څنګه یې پالنه وکړي او په کوم ډول یې له ناروغیو وساتي. 

خالد وویل: «څومره چې لازمه ده، خوست کې د کبانو روزنې ته پام ندی شوی، که پام وشي، نو هیڅ اړتیا نشته، چې له نورو ولایتونو دې د کبانو غوښتنه دې ولایت ته راوړل شي، د ماهیانو روزونکو ته باید په ښه ډول عامه پوهاوی ورکړل شي او د دې سربېره باید هغوی ته وسایل هم ورکړل شي، ځکه که وسایل نه وي، په ښه ډول د کبانو روزنه هم نشي کېدای.»

په خوست کې د کرنې او مالدارۍ د برخې کارپوهان وايي، که فارم لرونکو ته د ماهیانو غوره نسلونه او خواړه ورکړل شي، نو خوست به د ماهیانو په غوښې بسیا ولایت شي. 

په همدې حال کې د خوست ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د کبانو روزونکو ته یې د اسانتیاوو برابرېدو لپاره له کرنې وزارت او نورو همکاره موسسو سره خبرې کړې، تر څو دلته په خوست کې د کب روزنه زیاته او خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شي.  

د دې ولایت د کرنې ریاست د وترنرۍ او مالدارۍ امر روښان اطلاعات روز ورځپاڼې ته په خبرو کې د کبانو د روزونکو ځینې ستونزې پر ځای بولي، خو وايي، تر پخوا اوس لازیات امکانات ورته برابر شوي. 

نوموړی زیاتوي، چې اوس مهال په ټول خوست کې تر شلو ډېر د ماهیانو روزنې فارمونه شتون لري، چې د کرنې ریاست اړوند کارکوونکي ورڅخه وخت نا وخت څارنه کوي. 

ښاغلی روښان په دې اړه وايي: «مونږ تېر کال په خوست کې شل د کبانو روزنې فارمونه درلودل، خوشبختانه دا شمېر مخ په ډېرېدو دی او خلک هڅه کوي، چې په خپلو سیمو کې د کبانو روزنې فارمونه جوړ کړي، مونږ هم د دوی ستونزې منو، خو کرار نه یو ناست او هڅه مو پیل کړې، چې دوی ته له وزارت او نورو موسساتو وسایل او نور امکانات برابر کړو.»

خوست د هیواد له زراعتي ولایتونو ګڼل کیږي، چې زیات خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو د امکاناتو کموالی او په دې برخه کې د اړونده ادارو نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې د مالدارۍ د روزنې بهیر ټکنی کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه