د ننګرهار لعلپوره کې د یو پخواني طالب پر کور برید؛ د یوې کورنۍ ۸ غړو ته مرګ-ژوبله اووښتې

اطلاعات روز: د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې  په یو وسله وال برید کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل نن (سې شنبه، ۷ د غویي) د پېښې د تایید ترڅنګ اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ په «صدې» سيمه کې وسله والو د یوه کور مخې ته په دېره کې ناستو کسانو باندې ډزې کړي.

د ښاغلي امرخېل په وینا په دې ډزو کې ۵ تنه وژل شوي او ۳ ټپيان دي او ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

امرخېل زیاتوي پېښه د تفسیر په نوم د وسله والو طالبانو د یوه پخواني غړي په دېره کې شوې چې په وژل شویو کې نوموړی او یو ورور یې شامل دي.

والي وایي چې د دوی کشفي او امنیتي ارګانونه د دې پېښې د لامل د څرنګوالي او عاملينو د نيولو په موخه اقدامات پيل کړي دي.

امرخیل زیاته کړه: «تیره شپه شاوخوا دولس بجې لعلپورې ولسوالۍ کې وسله والو کسانو په یو برید کې د یوې کورنۍ بنځه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.»

دا پېښه په داسې حال کې ده چې نېږدې دوه اونۍ وړاندې هم نامعلومو وسله والو د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې اړوند سراچه علي خان سیمه کې په جومات کې پر لمونځ کوونکو ډې کړې وې او د یوې کورنۍ ۸ غړي یې وژلي وو او دوه نور ټپیان وو.

له دې پېښې یوه اونۍ وروسته د لغمان په مرکز مهترلام کې هم پر لمونځ کوونکو برید شوی و، یې د یوه قومي مشر په ګډون دوه تنه وژل شوي وو او دوه ټپیان وو.

تراوسه د دې پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه