اطلاعات روز: د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت د فاریاب ولایت لپاره د نوي والي محمد داوود لغماني پر ضد د دې ولایت اوسېدونکو لاریون ته سخت غبرګون ښودلی دی.
احمدعلي حضرت نن (شنبه، ۴ د غویي) پر خپلې فیسبوکپاڼې په مرکزي حکومت غږ کړی چې د فاریاب لپاره نومول شوی والي دې ژر تر ژره یاد ولایت ته د والي په صفت واستوي. هغه زیاته کړې: «افغان حکومت باید د خپل حکم د عملي کیدو په برخه کې د اشخاصو پروا ونه کړي او باید داوود لغمانی فاریاب ته د والي په حیث واستوي.»
نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د محمد داوود لغماني پر وړاندې فاریاب کې راپورته شوي مخالفتونه به د قومونو ترمنځ نفاق رامنځته کړي.
احمدعلي ویلي که د منلو او نه منلو خبره وي نو په ختيځ کې هم ګڼ شمیر لوړ پوړي چارواکي د نورو ولایتونو دي چې مونږ ته هم د منلو نه دي.

هغه ګواښ کړی که حکومت د څو مشخصو اشخاصو په خوله د محمد داوود لغماني دنده وځنډوي، له ختیځو ولایتونو دې هم د نورو ولایتونو چارواکي مرکز ته وغواړي چې په خبره یې بیا مو په کار نه دي. نوموړي د فاریاب له ځايي چارواکو او خلکو غوښتي چې د نوي ټاکل شوي والي پر وړاندې دې خپل مخالفتونه پای ته ورسوي.
د ننګرهار د ولایتي شورا رییس داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس محمد داوود لغمانی د فاریاب د نوي والي په توګه وټاکل شو، خو د نوموړي په ټاکل کیدو د ولسمشر غني پخواني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم مخالفت ښودلی او نن یې پر وړاندې لاریون هم شوی چې سلګونه خلکو په کې ګډون کړی وو او د نوي ټاکل شوی والي پر ضد یې شعارونه ورکول.
