د شهیدانو کورنیو غړو د ګردېز ښاروالي ریاست دروازه د اعتراض په ډول وتړله

اطلاعات روز: په نظامي لیکو کې د شهید شویو کسانو د کورنیو غړو نن د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ښاروالي ریاست دروازه په دې موخه د اعتراض په ډول وتړله، چې ولایتي چارواکو او د ښاروالي ریاست مسوولینو ورسره کړې ژمنې ندي عملي کړې. 

اعتراض کوونکي وايي، له کلونو راهیسې یې د شهیدانو حقونه په یو او بل نوم خوړل کیږي او په خبره یې چې د مرکز اړوند په بنوزیو سیمه کې دوی ته د نمرو ویش لپاره داسې ځمکه ځانګړې شوې، چې په هغه باندې د بنوزیو قوم دعوه لري او اجازه نه ورکوي، چې هلته دې د اوسېدو نمرې پکې جوړې شي. 

په پکتیا کې د شهیدانو او معلولینو شورا مشر اضغر خان ځاځی وايي، ښاروالي او د ښارجوړولو ریاست ورسره له تېرو لسو کلونو راهیسې د نمرو او ځینو اسانتیاوو د برابرېدو ژمنې کوي، خو تر اوسه یې ندي عملي کړې، د نوموړي په خبره چې د هغو ځمکو د ملکیت اسناد یې ورکړي، چې هغه ځمکه د بل قوم پورې اړه لري. 

ځاځي وویل: «مونږ سره له تېرو لسو کلونو راهیسې دا ژمنې بار، بار شوې دي، چې مونږ به تاسو ته نمرې درکړو یا به مو له نورو امتیازاتو برخمن کړو، خو له دومره مودې تېرېدو وروسته بیا هم نه نمرې راکړل شوې او نه هم بل کوم امتیاز راکړل شوی دی.»

د شهیدانو کورنۍ غړي وایي، دوی سره له لسو کلونو راهیسې د نمرو او ځینو نورو اسانتیاوو د برابرېدو ژمنې کیږي، خو عملي کیږي نه.

د اعتراض کوونکو له ډلې یو بل حاجي سخي جان بیا وايي، حکومت یې پر ځای د دې چې قربانیو ته یې درناوی وکړي، برعکس یې حقونه تر پښو لاندې کوي، نوموړی زیاتوي، چې تېر ښاروال ورسره په کارت مامورین شهرک کې د نمرو داسې اسناد ورکړي، چې اوس هلته خپلې ځمکې ته هم نشي ورنږدې کېدلی.

سخي جان وايي: «حکومت زمونږ حقونه په رڼا ورځ تر پښو لاندې کوي، دوی زمونږ دې قرباني ته چې په نظام کې مو ورکړې ده، هیڅ درناوی نلري، نمره مې حق کیږي ولې یې نه راکوي، د شهیدانو نور امتیازات ولې خپلو جیبونو ته اچوي؟، زما غوښتنه دا ده، چې زما د بیچانو حقونه دې پر خپل وخت راکړل شي.»

په دې ولایت کې د شهیدانو او معلولینو د لس کسیزې شورا غړی محمد عظیم نه یوازې دا چې له نمرو ندی برخمن وايي، د نظامي شهیدانو د زامنو د زده کړو بورسونه هم د لوړ پوړو چارواکو زامنو ته ورکول کیږي او یا هم ورباندې پیسې اخیستل کیږي. 

عظیم داسې وايي: «زه د بورسونو په اړه درته وایم، چې په تېرو لسو کلونو کې د هیڅ شیهد شوي سرتيري یا بل نظامي بچي ته بورس ندی ورکړل شوی، چې هغه دې د زده کړو لپاره ورباندې تللی وي، که بورس راځي هم یا یې د وکیل زوی ته ورکوي او یا یې هم په پیسو په نورو خرڅوي.»

د اعتراض کوونکو له ډلې یو بل حاجي سخي جان بیا وايي، حکومت یې پر ځای د دې چې قربانیو ته یې درناوی وکړي، برعکس یې حقونه تر پښو لاندې کوي.

د زرمت ولسوالي اوسېدونکی غلام نبي، چې په امنیتي لیکو کې یې دوه زامن له لاسه ورکړي ګواښ کوي، که یې غوښتنې ونه منل شي او د قرباني شویو زامنو حقونه یې ورنکړل شي، نو د ولایت مقام د دروازې په مخ کې به د تحصن خیمه ولګوي.

هغه وویل: «زما دوه زامن په امنیتي لیکو کې شهیدان شوي، زه نور هم دې قرباني ته تیار یم، خو زمونږ ګیله دا ده، چې ولې مو د بچیانو حقونه بل څوک یوسي، که زما حق رانکړل شي، زه مجبور یم، چې د ولایت مقام او ښاروالي مخې ته خېمه ووهم.»

پکتیا کې بیا د ښاروالۍ ریاست مسوولین وايي، د نمرو پر ځمکه قومي ستونزه راپیدا شوې، چې نږدې وخت کې به حل او د شهیدانو کورنیو ته به وسپارل شي. 

د ګردېز سرپرست ښاروال انجينر امېد ګل صابري اطلاعات روز سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د شهیدانو کورنیو ته له زرو ډېرې نمرې ویشل شوې او د پاتې هغو لپاره یې هم هڅې پیل کړې، تر څو پانې کورنیو ته هم د استوګنې لپاره یادې نمرې وویشل شي.

ښاغلي صابري وویل: «مونږ له دې وړاندې د شهیدانو کورنیو ته د نمرو ویش پیل کړی و، خو وروسته هلته په ځمکه باندې ستونزه راپیدا شوه، دا تېره ورځ د ولسمشر په هدایت یو پلاوی راغلی او هغو لګیا دي، چې ځمکه تصفیه کړي، کله چې هلته دولتي ځمکه معلومه شي، نو عملا به د شهیدانو کورنیو ته نمرې وویشل شي.»

پکتیا کې د کارت مامورین په نوم شهرک چې ۶۵۰۰ د استوګنې نمرې پکې شتون لري، له ډلې یې ۲۴۰۰ نمرې د شهیدانو کورنیو لپاره ځانکړې شوې دي، خو هلته ورباندې د قومي ستونزو له امله د دې نمرو ویش په ټپه ولاړ دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه