اطلاعات روز: د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل تاییدوي، چې د طالبانو ډلې یو مهم قوماندان مولوي نیک محمد رهبر وژل شوی دی.
ضیاالحق امرخېل وایي، د ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو دغه مهم نظامي قوماندان پرون مازدیګر ناوخته د کوزې پښتونخوا د پيښور «حاجي کیمپ» سيمه کې وژل شوی او د ښاري شبکې مسوول عزيزالله په ګډون چې په مصطفی مشهور و، دوه ملګري یې ټپيان شوي دي.
دا د وسله والو طالبانو دریم مهم قومندان دی چې په دې وروستیو څو میاشتو کې په پېښور کې وژل کیږي.
طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
