سالنګ کې د واورې ښوېیدنې له امله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې د سالنګ په سیمه کې د واورې ښوېیدنې (برف‌کوچ) له امله یو هوټل او څو دوکانونه تر واورې لاندې شوي او پر مهال یې دوه تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن (جمعه، ۳ د مرغومي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا پیښه پرون د سالنګ په «دو شاخ» سیمه کې رامنځته شوې.

هغه زیاته کړې چې د یو تن جسد په پیل کې ورک و، خو د ژغورنې ټیمونه وتوانېدل چې نن یې له واورې راوباسي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د ویاند په وینا، چې په دې پیښه کې شپږ تنه سخت ټپیان شوي او شپږ نور یې بیا سطحي ټپونه لري.

د هغه په خبره، چې د ژغورنې ټیمونه په سیمه کې شتون لري او د بند پاتې کسانو د ژغورلو هڅه کوي.

په تیرو دوو ورځو کې د واورې ښوېیدنې او باران له امله د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

د طالبانو د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې پرون اعلان وکړ چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د واورې ښویېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه