د طالبانو د ناغېړۍ له کبله په کونړ کې د خلکو روغتیايي ستونزې زیاتې شوي

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي خلک شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي، خو د طالبانو مسوولینو تر اوسه کافي روغتیايي خدمتونه نه دي برابر کړي. 

د اسعداباد او ولسوالیو اوسېدونکي زیاتوي، په ځلونو یې له طالب چارواکو د دغو ستونزو د حل غوښتنه کړې، خو په خبره یې د میاشتو او کلونو په تېرېدو بیا هم طالبانو د دوی روغتیايي ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې.

دوی وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ولایتي او د ولسوالیو په روغتونونو کې درمل کم شوي، چې دې چارې یې ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی ننګیالي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د کونړ په ولایتي روغتون کې د ناروغانو تداوي کېږي، خو د پخوا په نسبت د ډېرو کمو، هغه هم چې د طالبانو واسطې ولري. د ولسوالیو په روغتونونو کې هم درمل کم دي، ځېنې وختونه خو بېخي د ولسوالیو په روغتونونو کې درمل نه وي او ډېری مهال بیا یو پاکټ ګولۍ ورکوي او نور ناروغان پرته له درملنې رخصتوي.» 

ناروغان او د هغوی د کورنیو غړي دغه راز شکایت کوي، چې په ځلونو یې له اړوندو روغتیايي مسوولینو سره خپلې ستونزې شریکې کړي، خو په وینا پرته له ژمنو یې هېڅ ډول عملي ګام نه دی اخېستی.

دوی پر طالب چارواکو غږ کوي چې د دغې ستونزې د حل په موخه دې تر هر څه ژر عملي ګامونه پورته کړي، ترڅو له روغتیايي کړاوونو د دوی غوږونه ارام شي.

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد امین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو زیاته کړه: «مونږ څو ځل صحت عامې رییس او نورو مسوولیونو سره کېناستو، صحي مشکلات مو ورسره شریک کړل، خو هغوی یوازې وعدې کوي او نور یې د عمل هېڅ څرک نه معلومېږي، غوښتنه مو دا ده چې باید د دغو مشکلاتو د حل لپاره لکه څنګه چې د رسنیو پر وړاندې خبرې کوي همداسې زمونږ د مشکلاتو د حل لپاره عملي اقدامات وکړي.»

موږ هڅه وکړه چې د کونړ ولایت د ځايي اوسېدونکو د روغتیايي ستونزو، شکایتونو او غوښتنو په موخه په دې ولایت کې د طالبانو د روغتیايي چارواکو نظر هم واخلو، خو له پرله پسې هلو ځلو سره ـ سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر له ځان سره ولرو. 

کونړ مېشتي داسې مهال دا شکایتونه کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې له لوري پر اړوندو روغتیايي ادارو د بندیزونو له امله ګڼو ادارو چې د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې یې کار کاوه، خپلې چارې په ټپه درولي او خلکو ته یې د خدمتونو رسولو چارې بندې کړې دي. 

سینه بغل، زکام، ټوخی، د ستوني درد، تبه او یو شمېر نورې هغه ناروغۍ دي چې د هوا په سړېدو یې له امله خلک له جدي ننګونو سره مخ کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه