د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر سرپرستې جورجټ ګانیون د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي او د روانې میاشتې په پای کې یې کابل ته په سوله سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډیکارلو د سفر خبر ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې د یوناما سرپرستې له امیر خان متقي سره د دې په اړه سفر خبرې وکړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

روزماري ډيکارلو د افغانستان په اړه د دوحې بهیر د پرمخ بېولو مسوولیت پر غاړه لري. هغې د ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې د دوحې بهیر د درېیمې ناستې مشري کوله؛ هغه ناسته چې د طالبانو د پلاوي په ګډون ترسره شوه، خو د افغانستان د ښځو او مدني ټولنې استازو پکې شتون نه درلود.

ملګرو ملتونو د دوحې له درېیمې ناستې وروسته اعلان وکړ، چې د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې او د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره دوه کاري ډلې جوړې شوې دي، تر څو په دغو برخو کې تخصصي بحثونه ترسره شي.

امیرخان متقي د یوناما له سرپرستې سره په لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو له لوري په دواړو کاري ډلو کې د قناعت وړ پرمختګونه شوي دي، خو نورې خواوې نه دي توانېدلي چې د بدیل معیشت او د بانکي ستونزو د حل په برخه کې د قناعت وړ لاسته راوړنې ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د نورو خواوو څخه د عملي او جدي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د یوناما سرپرستې د دوحې بهیر د دوو کاري ډلو د مخکینۍ ناستو پایلې مثبتې بللي او یادونه یې کړې چې په دې برخه کې به لا ډیره پاملرنه وشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه