د پاکستان د پوځ وروستۍ څرګندونې او د طالبانو غبرګون

اطلاعات روز: د پاکستان د پوځ ویاند محمدشریف چودري هند سره د طالبانو نږدې کېدو ته په اشارې ویلي، چې دې ډلې اوس د «نوي اتل» په نوم نرېندرا مودي موندلی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د پوځ دا ډول څرګندونې «غیرمسوولانه او تحریکوونکې» بللې دي.

ښاغلي مجاهد تېره شپه (سې شنبه، ۱۶ د مرغومي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د حکومتي او اجتماعي جوړښت په اړخ د پاکستان د پوځ څرګندونې «نه یوازې له واقعیت سره هیڅ تړاو نه لري، بلکې د یو مسوول پوځي موقف له معیارونو سره هم په ټکر کې دي».

د پاکستان د پوځ ویاند پرون په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې طالبان په افغانستان کې یو «حکومت» نه دی، بلکې هغه ډله ده چې دا هېواد یې «اشغال» کړی او تر مدیریت لاندې یې لسګونه ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

هغه همداراز زیاته کړې، چې طالبانو د دوحې په تړون کې خپلو ژمنو ته، چې پکې د ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو د حقونو درناوی او د ترهګرۍ له منځه وړل شامل دي، عمل نه دی کړی.

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا کړې، چې افغانستان اوس په سیمه کې د ترهګرو عملیاتو مرکز ګرځیدلی دی.

خو، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونې غندلي او ویلي یې دي چې دا ډله «د پاکستان له اړوندو ادارو غواړي چې د رسمي موقفونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بې‌منطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو داخلي مسایلو په حل ترکیز وکړي».

هغه زیاته کړې: «افغانستان د قوي امنیتي جوړښت او مقتدرې رهبرۍ لروونکی یو خپلواک او باثباته هېواد دی چې د افغانستان په ټولې خاورې کامل حاکمیت لري.»

مجاهد د خپلو خبرو په دوام کې لیکلي: «غواړو په صراحت ووایو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول افغان ملت ته هېڅکله د منلو وړ نه دي.»

ذبیح الله د اکستان په اړوندو ادارو غږ کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، د مسوولانه دریځ او سنجیده څرګندونو لاره خپله کړي.

د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په میاشت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د څو ورځنیو نښتو راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې دي.

له هغه مهال راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ دروازې تړل شوي او سوداګري او ځمکني سفرونه په بشپړ ډول بند شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه