د تخار په چاه‌آب کې د اعتراضونو ځپل؛ درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي

اطلاعات روز: تخار کې سرچینې وايي، چې طالبانو د دې ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې پر لاریون کوونکو ډزې کړي او پر مهال یې درې تنه لاریون کوونکي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د چاه‌آب سیمې اوسېدونکي د څو ورځو راهیسې د سرو زرو د کانونو د غیر مسلکي استخراج او د کیندنو له امله د اوبو پر سرچینو د رامنځته کېدونکي زیان پر وړاندې اعتراض کوي.

د سرچینو په وینا، دغه لاریون پرون (دوشنبه، ۱۵ د مرغومي) په تاوتریخوالي بدل شوی دی.

اطلاعات روز ورځپاڼې ته په رسیدلو ویډیوګانې لیدل کېږي چې لاریون کوونکي لرګي او بیلچې په لاس کې لري.

په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې د طالبانو یو غړی هغه مهال چې پر معترضینو ډزې کوي، د معترضینو له‌خوا وهل کېږي.

د سرچینو په وینا، د لاریون کوونکو او طالبانو ترمنځ د نښتو په جریان کې درې تنه لاریون کوونکي د طالبانو له‌خوا وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

داسې راپورونه هم شته، چې د طالبانو یو غړی هم د لاریون کوونکو له‌خوا وژل شوی دی.

سرچینې وايي، چې لاریون کوونکو د استخراج کوونکي شرکت توکو ته اور اچولی دی.

په تخار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي د دې لاریونونو په اړه څه نه دي ویلي. په تخار کې د طالبانو د امنیتي قومندانۍ ویاند د اطلاعات روز خبریال پیغام ځواب نه کړ.

طالبانو په پراخه کچه د افغانستان د ځمکنيو زېرمو استخراج ته مخه کړې ده، چې په کې د تخار او بدخشان د سرو زرو کانونه هم شامل دي. د طالبانو دغه کړنې د خلکو له اعتراضونو سره مخ شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د روان کال په اوړي کې د بدخشان ولایت د اوسېدونکو هغه اعتراضونه هم په زور وځپل، چې د کوکنارو د کښت د ویجاړولو پر وړاندې شوي وو. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د دې ځپنې پر مهال لږ تر لږه ۱۰ معترضین د طالبانو له‌خوا وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه