ایراني پوله ساتو یو افغان ځوان په ډزو وژلی

په کاپیسا کې ځایي سرچینې وایي چې یوه ډله افغان ځوانان چې غوښتل یې په قاچاقي ډول ایران ته واوړي، په سرحدي سیمه کې پرې ایراني پوله ساتو ډزې کړي او له امله یې د «بصیرجان» په نوم یو ځوان وژل شوی دی.

یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې بصیرجان اصلي د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ اوسیدونکی و او جسد یې نن (دوشنبه، ۱۵ د مرغومي) د نیمروز له لارې هیواد ته را انتقال او جنازه یې سبا په یاده ولسوالۍ کې ادا کېږي.

سرچینه زیاتوي چې یاد ځوان زده کړې کړې وې او شاوخوا ۱۲ ورځې وړاندې د کار په لټه ایران ته پر قاچاقي لار روان شوی و، خو نیمروز سره په سرحدي سیمه کې ایراني پوله ساتو په ډزو وژلی دی. سرچینې په یاده ډله کې د نورو ځوانانو د وژل کیدو په تړاو بې خبرې وښوده.

په ورته مهال د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو د بصیرجان په وژل کیدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي چې د فقر او غربت له کبله له هیواده د ځوانانو تیښته یوازې د کورنیو نه، بلکې د ټولنې ملا هم ماتوي.

ایران په دې وروستیو کې نه یوازې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی، بلکې پر خپله پوله یې څار هم زیات کړی او وخت ناوخت افغان مسافر په نښه کوي.

تېره میاشت هم یوه ډله ځوانان چې د فراه له لارې ایران ته اوښتل د دې هیواد د سرحدي ځواکونو له لوري په نښه او ۱۲ تنه وژل شوي وو.

هغه مهال ایراني چارواکو ویلي و چې د دې کډوالو د وژل کیدو قضیه د ایران قضايي محکمو ته سپارل شوې، تر څو د پیښې ټول اسناد او عوامل وڅیړي خو تر دې دمه یې نه یوازې پایلې نه دي شریکې شوي بلکې پر پوله د افغان ځوانانو په نښه کول هم دوام لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه