فراه کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: فراه کې ځايي طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې سېلابونو له امله یو کس مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.

فراه کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو رییس اسراییل سیار وایي، چې تېره شپه (دوشنبه، ۸ د مرغومي) د دغه ولایت په ګلستان، فراه‌رود، بالابلوک، خاک‌سفید او بکواه ولسوالیو کې راوتلو سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د هغه په وینا، په بکواه ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور سخت ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

نوموړي دغه‌راز زیاتوي، چې په یادو سېلابونو کې د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

هغه د طبیعي پېښو پر وړاندې د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ او ویې ویل، یادې ادارې دا مهال د ۱۵۰۰ کورنیو لپاره خوراکي توکي، خېمې او کمپلې چمتو کړي او ډېر ژر به یې د وېش لړۍ پیل کړي.

بلخوا فراه کې د طالبانو والي ملا محمدحافظ مجاهد د اړوندو ادارو له مسوولینو غوښتي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې بشپړ چمتووالی ولري او د اوښتو زیانونو کره شمېرې راټولې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه