اطلاعات روز: د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، فدامحمد نظري کابل کې په خپل کور کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، فدامحمد پرون (چهارشنبه، ۲۵ د وري) له غرمې وروسته شاوخوا ۱۲:۱۰ دقیقې د کابل ښار درېیمې ناحیې اړوند دهبوري سیمه کې په خپل کور کې د ناڅرګنده وسله والو له لوري وژل شوی دی.
ښاغلی فرامرز وایي، د پولیسو لومړنۍ موندنې ښیي، چې دغه وژنه جنایي ده او په اړه یې لا څېړنې روانې دي.
فدا محمد نظري یو سیاسي فعال و.
کوم چا یا ډلې یې تراوسه د وژلو مسوولیت نه دی منلی.
