د تاجکستان او افغانستان په سرحدي سیمه کې نښته؛ درې وسله وال او دوه تاجک سرتیري وژل شوي

اطلاعات روز: د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې اعلان کړی، چې د «ترهګریز سازمان» درې غړي چې د افغانستان له خاورې یې نفوذ کړی و، د تاجک پوله ساتو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د تاجکستان د خاور خبري اژانس د راپور له مخې، په دې نښته کې د تاجکستان د پوله ساتو ځواکونو دوه سرتیري هم وژل شوي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې په یو بیان کې ویلي، چې د مرغومي په دویمه نیټه د یوې ترهګرې ډلې درې غړي د افغانستان له پولې اوښتي او د تاجکستان جمهوریت د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ د قاووق له سیمې د دغه هیواد خاورې ته داخل شوي دي.

بیان کې راغلي، چې د عملیاتي ـ څیړنیز اقداماتو په پایله کې «د تاجکستان جمهوریت په خاوره کې د ترهګرو ځای» پرون چهارشنبه تثبیت شو.

په بیانیه کې ویل شوي، چې ترهګرو د تاجک پوله ساتو د تسلیمیدو امر ونه مانه او وسله وال مقاومت یې وکړ. همدارنګه ویل شوي چې دغو وسله‌والو کسانو غوښتل د ملي امنیت کمېټې د سرحدي ځواکونو پر یوه سرحدي پوسته وسله‌وال برید وکړي.

دې کمېټې ویلي، چې د دوی د عملیاتو په پایله کې درې واړه ترهګر له منځه وړل شوي او د پېښې له ځایه درې د M-16 ټوپکونه، یو کلاشینکوف ټوپک، درې تومانچې له بې غږه کوونکو سره، ۱۰ لاسي بمونه، د شپې دوربین، چاودېدونکي توکي او نور مهمات کشف او ضبط شوي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې په وینا، چې د وسله والې جګړې او د دې ترهګریز عمل د مخنیوي په جریان کې، د تاجک سرحدي ځواکونو دوه سرتیري هم وژل شوي دي.

دې کمېټې زیاته کړې، چې په تېرې یوې میاشتې کې دا درېیم وسله‌واله برید، ترهګریز اقدام او له افغانستان څخه تاجکستان ته د پولې اوښتل دي، چې په پایله کې یې ملکي وګړي او پوځي پرسونل وژل کېږي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، دا حقایق څرګندوي چې طالبان د خپلو نړیوالو ژمنو او پرله‌پسې وعدو په عملي کولو کې بې‌مسوولیته چلند کوي؛ هغه ژمنې چې د تاجکستان جمهوریت سره پر پوله د امنیت او ثبات د ټینګښت او د ترهګرو سازمانونو د غړو پر ضد د مبارزې په اړه یې کړې وې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه