یونیسیف د راتلونکې کال پر مهال د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره د ۹۴۹ میلیون ډالریزې بودجې غوښتنه کړې

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) وایي چې د ۲۰۲۶ کال پر مهال د ۶.۵ میلیون ماشومانو په ګډون په افغانستان کې ۱۲ میلیون وګړو ته د رسیدګۍ لپاره ۹۴۹.۱ میلیون ډالریزې بودجې ته اړتیا لري.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۲۵ د لیندۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا بودجه د دې ډاډ په خاطر مهمه ده چې په افغانستان کې هر ماشوم د ژوندي پاتې کېدو او ودې کولو فرصت لري.

یونیسیف ویلي چې په دې بودجې سره به ماشومانو او اسیب پذیره وګړو ته ژغورونکې مرستې او لومړني خدمات ورسول شي، بېړنۍ بشري اړتیاوې به ځواب شي او [له ستونزو سره] د ټولنې د مقاومت کولو ځواک به پیاوړی شي.

د یونیسیف په اعلامیه کې ویل شوي چې د راتلونکې میلادي کال پر مهال به د ۱۱.۶ میلیون ماشومانو په شمول ۲۱.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا ولري.

یونیسیف ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ کړکېچ نور هم ژورېږي او برالبې میرمنې، ماشومان، ځوانان او ګوښه کړل شوې ډلې له زیاتېدونکو خطرونو سره مخ دي.

دې بنسټ همدا راز ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د خپلو حقونو په لړ کې له سیسټماټیک کړکېچ سره مخ دي او د هغوی پر زده کړو او کار بندیز او په ورځني ژوند کې پر هغوی لګول شویو محدودیتونو د خوندیتوب خطرونه نور هم زیات کړي او په اوږدمهال کې د هغوی د مقاومت کولو ځواک ګواښي.

یونیسیف همدا راز ویلي چې د اوبو په برخه کې د اوږدمهالې پانګونې د نشتون له وجې فاضلاب او روغتیا چې د اقلیمي ټکانونو له امله نور هم تشدید شوي، له امله یې بشري اړتیاوې زیاتې شوې دي او د ټولنې د مقاومت کولو ځواک هم تضعیفوي.

یونیسیف ویلي چې په داسې شرایطو کې یې حضور د دې لپاره مهم دی چې اړین خدمات وړاندې کړي او د ډېرو اسیب پذیره خلګو خوندیتوب وکړي.

وړاندې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي و چې راتلونکی میلادي کال به په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا ویلي و چې بشرپالو بنسټونو ۱۷.۵ میلیون وګړو ته رسیدګي خپل لومړیتوب ټاکلې او هغوی ته د رسیدګۍ لپاره ۱.۷۲ میلیارد ډالریزې بودجې ته اړتیا ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه