د افغان ښځو ولسي محکمې طالبان د بشر ضد جرمونو مسوول وبلل

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې د نړيوالې قضايي ډلې قاضیانو په خپله وروستۍ پرېکړه کې اعلان وکړ چې طالبان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د بشريت ضد جنايتونو، په ځانګړي ډول د جنسیتي ځورونې مرتکب شوي دي.

د دې محکمې وروستۍ پرېکړه نن‌ (پنجشنبه، ۲۰ د لیندۍ) د هالنډ په هاګ ښار کې اعلان شوه.

د قاضيانو پلاوي طالبان، د دې ډلې مشران او حکومتي چارواکي «د بشريت پر ضد د جنايتونو، په ځانګړي ډول د جنسیتي ځورونې او نورو غيرانساني کړنو د ترسره کولو مسوول وبلل».

په وروستۍ پرېکړه کې راغلي چې قاضيان دې پایلې ته رسېدلي چې طالبانو د ځپنې یو بنسټیز شوی سیسټم جوړ کړی چې ښځې او نجونې له زده ‌کړې، کار، د تګ-راتګ له ازادۍ او روغتيايي خدماتو محروموي او د هغوی اعتراض ځپي. د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو نور ترسره کېدونکي اعمال هم یاد شوي لکه خپلسرې نيونې، شکنجه او جنسیتي تاوتریخوالی.

ولسي محکمې حکم کړی چې «دا کړنې د روم د اساسنامې د اوومې مادې له مخې د بشریت ضد جرمونو قانوني حد پوره کوي».

د ولسي محکمې قاضيانو په خپل حکم کې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د جنسیت ‌پر بنسټ د سیسټماټیکې ځپنې عادي کېدل پای ته ورسوي او د افغانستان لپاره چې د پلټنې کوم نوی میکانیزم جوړ شوی، د هغه په شمول د پاسخ ګویي د ټولو مسیرونو ملاتړ وکړي.

دوی د نړيوالو قوانینو له مخې د جنسیتي اپارتیاد په رسمیت پېژندل غوښتي او ويلي يې دي چې جزايي مسئوليت دې يې د نړیوالو او کورنيو محاکمو له لارې تعقيب شي.

قاضيانو له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د خطر له ګواښ سره د مخ افغان ښځو ساتنه وکړي.

د ولسي محکمې قاضيانو دا محکمه «د وجدان محاکمه» بللې ده.

د دې محکمې استماعیه غونډه د اکتوبر له اوومې تر لسمې نېټې د هسپانیې په مادريد کې وشوه.

د غونډې پر مهال شاهدانو د بند او شکنجې، د بند پر مهال د جنسي تاوتریخوالي، په خپلو کورونو کې د جبري محبس، له زده ‌کړې، معیشت او روغتيايي خدماتو د محرومیت او د اعتراض له امله د جمعي سزا په اړه شاهدي ورکړه.

ولسي محکمې په خپله وروستۍ پرېکړه کې ويلي چې طالبانو د استماعیه غونډې پر مهال د خپلې دفاع له حق څخه استفاده نه ده کړې.

طالبان په داسې حال کې د ولسي محکمې له خوا د بشريت ضد جنايتونو مسوول وپېژندل شول چې په جولای میاشت کې د جرمونو نړيوالې محکمې د «بشریت ضد جرمونو» د ترسره کولو له امله د طالبانو د مشر هبت‌ الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د سرپرست عبدالحکيم حقاني د نيولو حکم صادر کړی و.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي و چې د دې محکمې دویمې مقدماتي څانګې تشخیص کړې چې داسې معقول دلایل شته چې ښیي چې هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د روم له اساسنامې سره سم د «ځورونې او تعقیب» عمل ترسره کړی چې د بشریت پر خلاف د جرم یو ډول دی.

طالبانو د دې حکم په غبرګون کې ويلي و چې دوی ځان د جرمونو د نړيوالې محکمې پر وړاندې «مکلف» نه ګڼي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه