بېنټ: یوه جنايتکار رژيم ته مشروعیت ورکول ثبات نه پیاوړی کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ په هالند کې د افغان ښځو د ولسي محکمې په غونډه کې په خپله وینا کې هغو هېوادونو ته چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو هڅې کوي، په خطاب کې وویل چې «یوه جنايتکار رژيم ته مشروعیت ورکول ثبات نه پیاوړی کوي.»

د هغه په باور، طالبانو ته مشروعیت ورکول د تبعیض د پخېدو لامل کېږي او هغه دوراني تاوتریخوالی چې افغانان یې لسیزې تجربه کوي، لا اوږدوي.

هغه وویل: «د دې مسیر انتخاب نه یوازې یوه لویه اخلاقي ماتې دده، بلکې عملي پایلې به هم ولري».

د بېنټ په باور، هغه هېوادونه چې د طالبانو د عادي‌ کولو یا هغوی ته د مشروعیت‌ ورکولو لټه کوي، د افغانستان د خلکو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشریت ضد جرمونو قانع ‌کوونکي شواهد له پامه غورځوي او دا کار طالبان لا زړور کوي.

هغه د افغان ښځو د ولسي محکمې د حکم هرکلی وکړ او ویې ویل چې «که موږ غواړو د جنسیت‌ پر بنسټ د تبعیض نهادینه شوی سیستم، ظلم او د طالبانو واکمني وننګوو او له منځه یې یوسو، ډېر کار ته اړتیا ده».

هغه وویل د محکمې دا پرېکړه چې د طالبانو پالیسۍ او د هغو پلي کول غیرانساني کړنې او د جنسیتي دلایلو پر بنسټ ځورونه ده، د دې ظلم د کچې او نیت مهم تشخیص دی.

بېنټ همدا راز د قاضیانو موندنې ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې وضعیت د اپارتاید په څېر یو سیستم دی چې د بیلتون، شړلو او سلطې یو بنسټیز شوی رژیم دی.

بېنټ د ښځو پر وړاندې د تبعیض د منعې کمیسیون د نقض له امله نړیوالې محکمې ته د طالبانو د حکومت د ورپېژندلو ملاتړ وکړ او له هغو هیوادونو چې اکثریت یې مسلمانان دي، وغوښتل چې د دې ابتکار ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د «جنسیتي اپارتاید» پر تدوین ټینګار وکړ او ویې ویل چې له ۹۰یمو لسیزو راهیسې افغان ښځې د خپل ژوند د تجربو د بیان لپاره همدا اصطلاح کاروي.

هغه د افغانستان د مدني ټولنې، په ځانګړي توګه د ښځو په مشرۍ د سازمانونو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دوی ملاتړ د خیرات کار نه دی، بلکې د افغانستان پر راتلونکي ستراتیژیکه پانګونه ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل چې نړیواله ټولنه باید د افغان کډوالو او د هغو کسانو په تړاو چې د ملاتړ په لټه دي، پر خپلو ژمنو عمل وکړي او هېوادونه باید هغو افغانانو ته چې له تاوتریخوالي او هدفي ځورونې تښتي، خوندي لارې، د پناه غوښتنې عادلانه بهیرونه او کافي اوږدمهاله ملاتړ برابر کړي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک، په ځانګړي توګه ښځې او نجونې له خپلې ټولې تنوع سره یو ځای باید د هېواد د راتلونکي په اړه په ټولو پرېکړه کوونکو پروسو کې شاملې شي.

د هغه په وینا، د افغانستان د خلکو حذف کول نه یوازې بې‌عدالتي ده، بلکې د هغه سیاسي بهیر د ناکامېدو لامل کېږي چې هدف یې یو خوندي، باثباته او داسې ټولشموله افغانستان چې د هر چا د حقونو درناوی پکې کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه