د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ ۵۶ هیوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو نقض غندلی دی

د ۵۶ هیوادونو استازو د یوې ګډې اعلامیې له لارې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو پراخ او سیسټماټیک نقض غندلی دی.

دې هیوادونو په یوه اعلامیه کې چې نن (چهارشنبه، ۱۹ د لیندۍ) خپره شوې، ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو تبعیضي سیاستونه او کړنلارې په نړۍ کې د بشري حقونو د نقض تر ټولو بدې بېلګي دي.

دوی په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې ښځې او نجونې د جنسیتي توپیر له بنسټیز شوي سیسټم، محرومیت او د هغوی انساني کرامت ته له نه پاملرنې سره مخ دي.

د دې هیوادونو استازو ویلي چې پر زده کړو، کار، د تګ-راتګ پر ازادۍ او په سیاسي او عمومي برخو کې د ښځو او نجونو پر عامه فعالیت د طالبانو سخت بندیزونه نه یوازې د هغوی راتلونکې ویجاړوي او افغانستان له اقتصادي او ټولنیزې ودې بې برخې کوي، بلکې پر بشري حقونو او د بشري حقونو پر معیارونو سخت برید ګڼل کېږي.

دوی همدا راز د خبریالانو او د مدني ټولنې د غړو ځپلو، د قومي او مذهبي لږکیو په نښه کولو، علني اعدام او بدني مجازات او خپلسرو نیونو ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې دا ټولې چارې له مجازاتو څخه په پوره مصوونیت ترسره کېږي.

د دې هیوادونو استازو ویلي چې دا اقدامات نه یوازې د افانستان نړیوال تعهدات نقض کوي، بلکې د دې هیواد پایداره سوله، ثبات او رفاه هم تضعیفوي.

دوی له طالبانو غوښتي چې «د ښځو او نجونو په وړاندې د بشري حقونو ټول نقضونه پای ته ورسوي او ملي او نړیوالو ادارو ته دې اجازه ورکړکي چې له کوم خنډ پرته څار وکړي.»

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه په پراخه توګه نقض کړي دي.

دې ډلې د ښځو او نجونو پر کار بندیز لګولی او په ټولنه کې یې د هغوی حضور سخت محدود کړی دی.

طالبان همدا راز د مذهبي او قومي لږکیو په پراخې ځپنې او همدا راز د پخوانیو چارواکو او نظامیانو په خپلسرو نیونو او وژنو تورن دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه