اوچا: راتلونکی کال به په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا ولري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) وایي چې د ۲۰۲۶ میلادي کال پر مهال به په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا نن (دوشنبه، ۱۷ د لیندۍ) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې دا شمیرې د روان میلادي کال په پرتله څلور سلنه کموالی ښیي، مګر افغانستان لا هم د هغو هیوادونو په نوملړ کې دی چې له جګړو پرته یې د اړتیاوو کچه لوړه ده.

د اوچا له راپور سره سم، بشرپالو بنسټونو ۱۷.۵ میلیون وګړو ته رسیدګي خپل لومړیتوب ټاکلې او د ۱.۷۲ میلیارد ډالریزې بودجې غوښتنه کوي.

اوچا ویلي چې دا مرستې به د خوندیتوب او ژغورنې پر چارو لکه خوړو، سرپناه، روغتیایي خدماتو، تغذیې، پاکو اوبو، روغتیا او څو اړخیزو نغدي مرستو متمرکزې وي.

د دې ادارې له راپور سره سم، په افغانستان کې بشرپالي شرایط لا هم د ګڼو ننګونو تر اغېز لاندې دي، دا ننګونې لکه ژورې جوړښتیزې اسیب پذیرۍ، د غذایي ناامنۍ بدتر کېدل او مکرر ټکانونه لکه د اقلیمي تغییر له امله وچکالي، د کډوالو پراخ راتګ، زلزلې او پر له پسې سیلابونه، د ګڼو ناروغیو خپرېدل او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره د خوندیتوب سخت خطرونه.

اوچا ویلي چې په افغانستان کې د خوړو ناامني مخ پر زیاتېدو ده او اټکل کېږي چې راتلونکی میلادي کال به ۱۷.۴ میلیون وګړي د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ وي.

د اوچا په راپور کې ویل شوي چې په دې لړ کې به ۵.۲ میلیون وګړي د خوړو له بېړنۍ ناامنۍ سره مخ وي او دا شمېره د ۲۰۲۵ کال په پرتله دوه چنده لوړه ده.

دې ادارې زیاته کړې چې په عین مهال کې په افغانستان کې وچکالي دوام لري او ۱۲ ولایتونه یې سخت اغېزمن کړي دي.

دې بنسټ ویلي چې له وړاندې لا په افغانستان کې ۳.۴ میلیون وګړي له وچکالۍ اغېزمن شوي دي.

اوچا ویلي چې وړاندوینه کېږي چې د ۲۰۲۶ کال تر لومړنیو وختونو به ورښت تر منځنۍ کچې ټیټ او تودوخه به هم تر منځنۍ کچې لوړه وي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونک دفتر همدا راز د مرستندویانو لپاره د خوندیتوب خطرونه هم په تر ټولو سخت حالت کې ښوولي؛ په دې لړ کې یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو بندیزونو، نویو محدودیتونو او د جنسیت پر اساس تاوتریخوالي ته اشاره کړې.

اوچا د ۲۰۲۵ کال پر مهال په افغانستان کې بشرپالو مرستو ته د اړمنو شمېر ۲۲.۹ میلیون تنه ښوولی و.

دې بنسټ ویلي و چې ۱۶.۸ میلیون وګړي په لومړیتوب کې دي او د دې لپاره یې د ۲.۴۲ میلیارد ډالریزې بودجې غوښتنه کړې وه.

مګر اوچا د روان کال پر مهال وار په وار د بودجې له کمښت او د هیوادونو له لوري د بودجې د نه تأمین په تړاو شکایتونه کړي.

د ملګرو ملتونو نورو بنسټونو هم د بشرپالې بودجې له کمښته شکایت کړی او په دې لړ کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له همدې امله اړ شوي چې د مرسته تر لاسه کوونکو شمېر له ۱۰ میلیون څخه دوو میلیون وګړو ته راکم کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه