د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې په اړه د ایران اندیښنه؛ بقايي: د ایران پولو ته څیرمه ناامني زیان رسوونکې ده

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دوامدارې شخړې په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې «د ایران په سرحدي پولو کې هر ډول ناامني زیان رسوونکې ده».

د ایرنا د راپور له مخې، بقايي نن (یکشنبه، ۱۶ د لیندۍ) په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د دوام په اړه ډیر اندیښمن یو، ځکه چې لومړی، موږ د دواړو هیوادونو سره کلتوري، تاریخي او مذهبي تړاو لرو او دویم، موږ یوه ګډه پوله لرو؛ دواړه هیوادونه زموږ ګاونډیان دي او زموږ په سرحدي پولو کې هر ډول ناامني یقینا زموږ د ملي امنیت لپاره زیان رسوونکې ده.»

هغه زیاته کړې، چې ایران د پاکستاني او افغان چارواکو سره په تماس کې د تاوتریخوالي کمولو او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل لپاره د هر ډول مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

هغه ویلي: «دا لاره یوه دوامداره لاره ده او موږ له دواړو خواوو سره په تماس کې یو. دغه راز دا موضوع د ښاغلي ډاکټر لاریجاني په وروستي سفر کې چې پاکستان ته یې درلود مطرح شوې. په هغو خبرو کې هم چې له افغان چارواکو سره مو لرلې، که ټیلیفوني وې او که حضوري، موږ دا مسئله مطرح کړې ده.»

د بقایي په وینا، ایران د خپلو سیمه ییزو شریکانو سره په اړیکه کې دی، ترڅو د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره حل لاره ومومي.

د طالبانو او پاکستان ځواکونه د تیرې جمعې په شپه د سپین‌بولدک – چمن په لاره یو ځل بیا سره نښتې کړې دي.

د طالبانو ویاند وايي، چې پاکستاني پوځیانو د افغانستان پز خاوره برید کړی او د طالبانو ځواکونو هم ځوابي برید ته اړ شوي دي.

د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې په سپین بولدک کې د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه څلور ملکي کسان او د دې ډلې یو سرتېری وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه