د بې سرحده خبریالانو سازمان: پاکستان ۲۰ خبریالان بیرته افغانستان ته ستانه کړي 

د بې سرحده خبریالانو سازمان اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان له پاکستانه په زوره هغه هېواد ته ستانه کړل شوي چې ترې را تښتېدلي وو.

دې سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې دا ستنونې دې ودروي. د بې سرحده خبریالانو سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د افغان خبریالانو د بیا مېشتېدو لارې پرانیزي.

د دې سازمان په راپور کې راغلي چې نږدې ۲۰۰ افغان خبریالان په پاکستان کې د درېیم هېواد د ویزې د ترلاسه کولو په تمه وو، خو په لوېدیځو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو بهیر اوس یا درېدلی او یا ډېر ورو شوی دی.

د بې سرحده خبریالانو په وینا، دا خبریالان اوس د هغه ځای ته د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي چېرته چې د طالبانو د سختو غچ اخیستنو له خطر سره مخامخ کېږي.

دې سازمان زیاته کړې چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د تبعید شوو افغان خبریالانو له لوري د مرستو زیاتې غوښتنې او ګڼ شمېر راپورونه ترلاسه کړي چې د پاکستان پولیسو په خپلسري ډول نیولي، توقیف‌خانو ته یې لېږدولي او ان د څو ساعتونو په دننه کې یې شړلي دي.

بې سرحده خبریالانو ویلي چې لږ تر لږه ۲۰ هغه خبریالان چې دې سازمان یې ملاتړ کاوه، په زوره خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

د دې سازمان د سویلي اسیا د څانګې مشرې سلیا مرسیې ویلي: «په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت نه‌زغمل کېدونکی دی. دا نارینه او ښځې چې د طالبانو له ځورونو تښتېدلي وو، اوس هره ورځ د خپلسریو نیونو او شړلو له ګواښ سره مخ دي؛ دا کار د جبري نه‌ستنونې له اصل سره ښکاره ټکر لري — هغه اصل چې د نړیوالو قوانینو بنسټ دی.»

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نیږدې نیمايي رسنۍ تړل شوې او یا له هېواده بهر تللې دي.

واکمنې ډلې پر خبریالانو او رسنیزو فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو څو-څو ځله خبریالان نیولي او بندي کړي یې دي. دې ډلې د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال حمید فرهادي په دوو کلونو بند محکوم کړی چې دا مهال په زندان کې خپله سزا تېروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه