یونیسف: د کونړ زلزله‌ ځپلو سیمو کې څلور ماشومان د سینه‌بغل او سړې هوا له امله مړه شوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې د کونړ په زلزله‌ ځپلو سیمو کې څلور ماشومان د سینه‌بغل او سړې هوا له امله مړه شوي دي.

د یونیسف په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ماشومان تېره اونۍ د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د «زیړي بابا» د کډوالو په کمپ کې مړه شوي دي.

یونیسف زیاته کړې، چې د کونړ نورګل ولسوالۍ کې د مړو شویو ماشومانو په ډله کې تقوا، درې کلن هلک او عثمانه نهه میاشتنۍ نجلۍ د «شولت» له درې او همدارنګه دوه نیم کلنه ذاکره او اته میاشتنی عبدالله د «ماماګل» له درې څخه دي.

یونیسف ویلي، چې د افغانستان په زلزله‌ځپلو سیمو کې شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان د سړې هوا له امله رامنځته کېدونکو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې په دې سیمو کې دشپې له خوا د تودوخې درجه له صفر څخه ښکته او ښایي منفي ۲۵ درجو ته ورسیږي.

د افغانستان لپاره د یونیسف د دفتر مشر تاج الدین اویوالي ویلي، چې هغه د هغو ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب په اړه ژوره اندیښنه لري چې کورونه یې د زلزلې له امله ویجاړ شوي او بې ځایه شوي دي.

یونیسف ویلي، چې «موږ په شریکانو او مرسته ورکوونکو غږ کوو چې اوس عمل وکړي ترڅو موږ وکولی شو د ژمي مهمې مرستې چمتو کړو ترڅو ماشومان ګرم او خوندي وساتو.»

شاوخوا درې میاشتې وړاندې یوې زورورې زلزلې د افغانستان ختیځ ولړزاوه، چې تر ټولو ډیر زیان او تلفات یې کونړ کې واړول.

دې زلزله کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه شول او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

د کورونو ویجاړیدو سلګونه کورنۍ بې ځایه کړي او دا مهال په موقتي کمپونو کې ژوند کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه