ننګرهار کې د سولې ملاتړ غونډه؛ د اوربند پر ټینګښت او د نظام او تېرو لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار

خبریال: جان اغا صالح

زرګونه ننګرهار میشتو د یوې ولسي غونډې پرمهال له افغان ځواکونو او د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ.

دوی نن (دوشنبه، ۲۳ د وري) د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې له جمهوریت او افغان ځواکونو ملاتړ وکړ او پر حکومت او نړیوالو غږ وکړ، چې په هېڅ صورت ورته په تېرو شلو کلونو معامله د منلو نه ده.

د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، څو د روژې مبارکې میاشتې په په درناوي جګړه بنده کړي، ترڅو په هیواد کې د بې ګناه وګړو له وینې تویدنې مخنیوی وشي.

اسرارالله مراد زیاته کړه: «مونږ له وسله والو طالبانو غواړو چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي دې اوربند وکړي او روانه جګړه دې پای ته ورسوي او هم دې د سولې په خبرو کې د تیرو کلونو لاسته راوړنې له پامه نه غورځل کیږي ځکه دا لاسته راونې مونږ په ډیرو سختیو لاسته راوړي او نه غواړو معامله پرې وشي او وسله والو طالبانو مو هم غوښتنه دا ده چې روانه جګړه د نورو په لمسون ده.»

د غونډې ګډونوالو هم د سولې په برخه کې د روانو مذاکراتو پر ګړندیتوب او اوربند ټینګار درلود.

په ورته مهال دې غونډې ته د وینا پرمهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالروف شپون له خلکو وغوښتل چې ټول د نظام او جمهوریت د بقا او پايښت لپاره یو لاس شي او اجازه دې نه ورکوي چې افغانستان بیا د نړیوالو له نظره ولویږي.

هغه له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې د زور له لارې دې د واک ترلاسه کولو هڅه نه کوي او د ټاکنو له لارې دې د واک لاسته راوړلو لپاره دې هلې ځلې وکړي.

عبدالروف شپون زیاته کړه: «مونږ له وسله والو طالبانو هم غواړو چې اوربند وکړي او پر خلکو دې د زور حکومت نه کوي ځکه په زور هیڅ وخت حکومت نه کیږي، نو د ولس غوښتنه دا ده چې طالبان دې خپلې طرحې او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړي ترڅو ورته د حل لاره ولټوو، خو په زور هیڅ هم نه کیږي، خو مونږ ته په نظام معامله هیڅ وخت د منلو وړ نه ده او دې لپاره به مبارزه کوو.»

ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالروف شپون له خلکو وغوښتل چې ټول د نظام او جمهوریت د بقا او پايښت لپاره یو لاس شي.

دیني عالم داوود مجاهد بیا د غونډې پرمهال له وسله والو طالبانو وغوښتل چې روانه جګړه ودروي او د خبرو له لارې خپلې غوښتنې له افغان حکومت سره په سوله ییز ډول شریکې کړي.

هغه وویل، افغانان نور له جګړو ستړي شوي او نه غواړي په هیواد کې یې د نورو په لمسون جګړه روانه وي.

داوود مجاهد زیاتوي: «مونږ سوله غواړو نور له جنګ ستړې شوي یو، نو په دواړو اړخونو مو غږ دا دی چې سوله وکړي او روانه جګړه دې ودروي ترڅو په هیواد کې د بې ګناه افغانانو له وینې تویدنې مخنیوی وشي، نو له وسله ولاو طالبانو مو غوښتنه دا ده چې اوربند وکړي او روانې جګړې ته د پای ټکی کیږي ترڅو په هیواد کې خلک ارامه ژوند وکړي او هیواد مو د نورو له احتیاج خلاص شو.»

دې غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د خپلې وینا پر مهال وویل، افغانانو د نظام د نشتون ترخې تجربې یې لیدلي او بیا نه غواړي، تیر وخت ته بیرته ور وګرځي.

حیات  وایې، د سیمې هیوادونه په دې هڅه کې دي چې د خپلو ګټو او په افغانستان کې جګړه توده وساتي او د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره شته نظام ړنګ کړي او د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ تاریخ بیا تکرار کړي.

حیات الله حیات زیاته کړه: «مونږ نه غواړو بیا افغانستان د سیمې د استخباراتو لاس ته ولویږي او خپلې ناکردې پر مونږ افغانانو وکړي، د سیمې هیوادونه بیا غواړي اوهڅه کې دي چې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ تاریخ بیا تکرار کړي، خو مونږ دښمن ته وایو چې خپل خوب دې اوبو ته ووایې او هیڅ وخت به د افغانانو د دښمنانو دغه ارمان پوره نشي ځکه مونږ هیڅ وخت دوی ته وخت نه ورکوو چې د سولې خبرې خرابې کړي.»

حیات  وایې، د سیمې هیوادونه په دې هڅه کې دي چې د خپلو ګټو او په افغانستان کې جګړه توده وساتي او د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره شته نظام ړنګ کړي او د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ تاریخ بیا تکرار کړي.

نوموړي په افغانستان کې روانه جګړه د سیمې د هیوادونو په لمسون وګڼله او له ښکیلو اړخونو یې وغوښتل چې د نورو د ګټو لپاره دې خپل ځان نه قرباني کوي.

حیات زیاتوي: «په افغانستان کې روانه جګړه د نورو په لمسون ده او په خاص ډول د استخباراتو له لمسون ده نو زمونږ غوښتنه دا ده چې وسله والې ډلې دې د نورو د ګټو لپاره افغانان د اور په لمبو کې نه سوزوي او جګړه دې ودروي ترڅو ټول افغانان یو ارامه او سوکاله ژوند ولري.»

ولسي خلک داسې مهال له ښکیلو اړخونو د اوربند غوښتنه کوي، چې د یکشنبې په ورځ ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې مسودې طرحه وروستۍ کړې او ټاکل شوې چې د اپریل په ۱۶ مه نېټه د ترکیې په ناسته کې وړاندې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه