د افغانستان او تاجیکستان پر پوله ناامني؛ متقي د تاجیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې

له افغانستان څخه پر تاجیکستان او هلته د چینایي وګړو تر وژل کېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تاجیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهر الدین سره پر ټلیفون خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له خبرپاڼې سره سم چې نن (سې‌شنبه، ۱۱ د لیندۍ) خپره شوې، متقي د دې خبرو پر مهال ویلي چې «افغانستان او تاجیکستان په دې وروستیو کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو لپاره د باور فضا جوړه کړې، مګر ځیني کړۍ هڅه کوي چې دا مثبت بهیر تضعیف کړي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په تاجیکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې او د چینایي وګړو وژل کېدل غندلي او د سیمه‌ییز ثبات لپاره یې د مشترکو همکاریو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

متقي ویلي چې طالبان د پولې د امنیت ټینګولو، د ګډو څېړنو کولو او هر ډول همغږۍ ته تیار دي او د شریرو کړیو پر وړاندې مشترک اقدامات اړین ګڼي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر پر پوله د همغږیو د زیاتولو ملاتړ کړی.

د خبرپاڼې له مخې، سراج الدین مهر الدین ټینګار کړی چې تاجیکستان له طالبانو سره د مثبت تعامل پلوی دی او «هغه مغرضې کړۍ ردوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې کمزورې کوي».

دواړو لورو هوکړه کړې چې د پوله ساتو ځواکونو منظمو اړیکو، د امنیتي همکاریو مشترکو کمیټو او تخنیکي ناستو ته به دوام ورکوي تر څو په سیمه کې ثبات او باور ایجاد شي.

د تاجیکستان د ولسمشرۍ دفتر پرون اعلان وکړ چې په وروستۍ اونۍ کې پر دې هیواد له افغانستانه دوه بریدونه شوي دي.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان دا بریدونه سخت غندلي وو.

ده د خپل هیواد چارواکو ته امر کړی و چې د داسې بریدونو د مخنیوي لپاره موثر اقدامات وکړي.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستانه په یوه وسلوال برید کې د دې هیواد په ختلان ولایت کې درې چینایي وګړي وژل شوي دي.

دې وزارت ویلي و چې دا برید د «شاهین ایس ایم ایل ایل سي» شرکت پر کارمندانو شوی او پکې له وسلو او بې پیلوټه الوتکو کار اخیستل شوی.

تاجیک چارواکو تر اوسه د دویمې پېښې د څرنګوالي او جزییاتو په اړه څه نه دې ویلي.

چین هم په تاجیکستان کې د خپلو درو وګړو وژل کېدل منلي وو او له خپلو هیوادوالو یې غوښتي و چې د افغانستان او تاجیکستان تر منځ سرحدي سیمه دې پرېږدي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه